نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ فروردین ۱۳, یکشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۹۱م کال پر همدې ورځ د لندن او پاریس تر منځ تلیفوني اړیکه ټنیگه شوه.
د ۱۹۳۱م کال پر نن ورځ د نیکوارگوا په پلازمینه ماناگوا کې زلزلې د ۲۰۰۰ کسانو ژوند واخیست.
د ۱۹۶۰م کال د اپریل د میاشتې پر لومړی نیټه او نو، د برما د لومړي وزیر په توگه وټاکل شو.
د ۱۹۷۴م کال پر همدغه ورځ آیت الله خمیني په ایران کې د یو اسلامي جمهوریت له پاره غږ پورته کړ.
د ۱۹۸۰م کال پر همدغه ورځ فرانسې یوه اتومي ازموینه تر سره کړه.
د ۱۹۸۰م کال د اپریل د میاشتتې په لومړې ورځ د عراق د ولسمشر د معاون طارق عزیز، د ترور هڅه ناکامه وشوه.
د ۱۹۹۲م کال پر همدې ورځ د نړۍ اوه بډای ترینه هیوادونه د پخواني شوروي اتحاد له پاره د ۲۴ میلیاردو ډالرو مرسته په ورکولو راضي شول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل