1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ فروردین ۱۱, جمعه

نن د جمعې ورځ د مارچ د میاشتې ۳۰مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۹۰مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۷۶ ورځې پاته دي.

https://p.dw.com/p/14V6e
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پېښې:

د ۱۸۸۵م کال په همدې ورځ روسانو د اق تپې په سېمه کې افغان ځواکونو ته ماته ورکړه. دا په داسې حال کې وو چې روسانو ته د جګړې د نه کولو امر شوی وو.

د ۱۹۱۶م کال په ننۍ ورځ یوه مکسیکې غله چې پنچو ویلا نومید په دغه هیواد کې ۱۷۲ کسان ووژل.

د ۱۹۴۱م کال د مارچ د میاشتې پر ۳۰مه نیټه د المان-افریقا قول اردو په لیبیا کې د انګلیسي ځواکونو پر وړاندې خپل لومړي عملیات پیل کړل.

د ۱۹۴۵م کال په همدې ورځ سور پوځ د استریا په لور پر مختګ وګړ.

د ۱۹۸۱۷م کال په ننۍ ورځ د امریکا د وخت ولسمشر رونالد ریګن، د جان دبلیو هینکلې له خوا وویشتل شو. د دې برید په پایله کې ولسمشر کیندي ټپي شو.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش