1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ فروردین ۱۰, پنجشنبه

نن د پنجشنبې ورځ د مارچ د میاشتې ۲۹مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۸۹مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۷۷ ورځې پاته دي.

https://p.dw.com/p/14UFO
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پېښې:

د ۱۸۰۱م کال په همدې ورځ انگلستان په ویست اندیز کې دینمارکي او سویدنې ځمکې ونیولې.

د ۱۸۱۲م کال په ننۍ ورځ په سپینه ماڼۍ کې لومړۍ واده وشو. په دې ترڅ کې د امریکا د وخت د ولسمشر د میرمنې د ښځې خور د وخت د سترې محکمې له مشر سره واده وکړ.

د ۱۸۱۴م کال پر همدغه ورځ یهودانو ته په دنمارک کې مساوي حق ورکړل شو.

د ۱۹۳۰م کال د مارچ د میاشتې پر ۲۹مه نیټه د اسپانیا پاچا د خپلې کورنۍ ښځو ته حق ورکړ چې له تاج څخه میراث تر لاسه کړي.

د ۱۹۰۱م کال په همدې ورځ په استرالیا کې لومړۍ فدرالې ټاکنې تر سره شوې. په دغو ټاکنو کې د کارګرانو ګوند ګټونکی شو.

د ۱۹۶۷م کال په ننۍ ورځ فرانسې خپله لومړۍ اتومي ابتله پکار واچوله.

د ۱۹۸۸م کال د مارچ د میاشتې په ۲۹مه نیټه په کابل کې د روسانو په یوه جیپ کې د بم د چاودلو له کبله لږ تر لږه څلور کسان ووژل شول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش