1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ فروردین ۹, چهارشنبه

نن د چهار شنبې ورځ د مارچ د میاشتې ۲۸مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۸۸مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۷۸ ورځې پاته دي.

https://p.dw.com/p/14TD6
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پېښې:

د ۱۸۵۴م کال په همدې ورځ انگلستان او فرانسې له روسیې سره د جگړې اعلان وکړ.

د ۱۹۳۰م کال په ننۍ ورځ د ترکیې د دوو ښارونو کنستانتنین او او انگورا نومونه په استنبول او انقره واوښتول.

د ۱۹۳۹م کال پر همدغه ورځ مادرید، د جنرال فرانسیسکو فرانکو، ځواکونو ته تسلیم شو او د هسپانیې کورنۍ جگړه پاې ته ورسیده.

د ۱۹۹۰م کال د مارچ د میاشتې پر ۲۸مه نیټه په لندن کې درې تنه عراق ته د اتومي وسلو د ماشو د قاچاقولو په تور ونیول شول.

د ۱۹۹۲م کال په همدې ورځ په مالدیف کې بیړنۍ حالت اعلان شو.

د ۱۹۹۶م کال په ننۍ ورځ په ایکوادور کې زلزلې ۵۰ تنه ووژل او شاوخوا ۱۰۰ تنه ئې ټپیان کړل.

د ۲۰۱۰م کال د مارچ د میاشتې په ۲۸مه نیټه د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته ناڅاپي سفر وکړ او له دولت څخه ئې د شفافې حکومتوالۍ غوښتنه وکړه.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش