1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ فروردین ۵, شنبه

نن د شنبې ورځ د مارچ د میاشتې ۲۴مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۸۴مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۸۲ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14QyE
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۷۸۳م کال پر همدې ورځ هسپانیې د متحده ایالاتو خپلواکي په رسمیت وپیژندله.

د ۱۸۸۲م کال پر نن ورځ د المان میکروب پوهـ روبرټ کوخ د نري رنځ د میکروب د بیلولو اعلان وکړ.

د ۱۸۸۳م کال پر همدغه ورځ شیکاگو او نیویارک تر منځ تلیفوني تماس فعاله کړای شو.

د ۱۹۲۴م کال پر همدې ورځ یونان د جمهوریت اعلان وکړ.

د ۱۹۲۹م کال پر همدې ورځ په ایټالیا کې فاشستانو ټاکنې وگټلې. په دغو ټاکنو کې یواځې همدغه گوند برخه اخیستي وه.

د ۱۹۷۴م کال پر همدې ورځ په یوگندا کې د یاغیانو له لوري د ولسمشر پر وړاندې کودتا ناکامه شوه.

د ۱۹۷۶م کال د مارچ د میاشتې پر ۲۴مه نیټه د ارجنتاین ولسمشر ایزابل پيرون، د پوځ له لوري له خپلې دندې گوښه کړای شو.

د ۱۹۹۹م کال پر همدې ورځ ناټو د یوگوسلاویا پر وړاندې هوایي بریدونه تر سره کړل.

د ۲۰۰۷م کال پر همدې ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت شورې پر ایران د اتومي پروگرام له امله نوي بندیزونه ولگول. چې په هغې کې د ایراني وسلو پر خرڅلاو بندیز هم شامل وو.

د ۲۰۰۸م کال پر همدې ورځ یوسف رضا گیلاني، د پاکستان د لومړي وزیر په توگه وټاکل شو.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش