نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ اسفند ۲۷, شنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۹۰۵م کال پر همدې ورځ فرانکلین دلانو روزولت، له ایلنور روزولت، سره د نیویارک په ښار کې واده وکړ. فرانکلین د متحده ایالاتو ۳۲م ولسمشر وو.
د ۱۹۰۹م کال پر نن ورځ په تائیوان کې د یوې زورورې زلزلې له امله ۱۲۰۰ تنه ووژل شول.
د ۱۹۳۸ کال پر همدغه ورځ د هسپانیې د بارسیلونا په ښار نهه هوایي بریدونه تر سره شول چې پکښې ۳۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ۱۹۴۹م کال د مارچ د میاشتې پر ۱۷مه نیټه په جینوا کې د موټرو په نندارتون کې د لومړي ځل له پاره د «پورشې» موټر نندارې ته وړاندی کړای شو.
د ۱۹۶۸م کال پر همدې ورځ د لندن په ترافلگار میدان کې شاوخوا ۱۰ زرو تنو د ویتنام د جگړې پر وړاندې لاریون تر سره کړ.
د ۲۰۰۳م کال پر نن ورځ پر عراق باندې د متحده ایالاتو د یرغل دوه ورځې وروسته د متحده ایالاتو ولسمشر جورج بوش د عراق ولسمشر صدام حسین او د هغه ځوی ته د ۴۸ ساعتونو ضرب العجل وټاکه چې عراق پریږدي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش