1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ اسفند ۲۴, چهارشنبه

نن د چهار شبنې ورځ د مارچ د میاشتي ۱۴مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۷۴مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۹۲ ورځي پاته دي.

https://p.dw.com/p/14KI0
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پېښي:

د ۱۷۹۴م کال پر همدي ورځ امریکایي تبعه ایلي ویټني، د پنبي د ماشین د اختراع د ثبت حق تر لاسه کړ.

د ۱۸۴۴م کال پر ننۍ ورځ کارلو انتونیو لویپز، د اساسي قانون په مطابق د پراگواي د ولسمشر په توگه لوړه وکړه.

د ۱۹۰۰م کال پر همدي ورځ د متحده ایالاتو د سنا مجلس د طلا د ستندرد قانون تصویب کړ.

د ۱۹۱۷م کال د مارچ د میاشتې پر ۱۴مه نیټه په لومړۍ نړیواله جگړه کې چین له المان سره خپلي دیپلوماتیکي اړیکي وشلولي.

د ۱۹۵۱م کال پر همدغه ورځ د کوریا په جگړه کې د ملگرو ملتونو ځواکونو سویل ولکه کړ.

د ۱۹۶۵م کال پر نن ورځ د اسرائیل پارلمان په رسمي توگه له المان سره د دیپلوماتیکي اړیکو رغول ومنل.

د ۱۹۷۳م کال پر همدې ورځ د امریکا متحده ایالاتو پر پاکستان او هندوستان باندې د وسلو په انتقال لگول شوي بندیزونه لگ څه نرم کړل.

د ۱۹۷۶م کال پر همدغه ورځ د مصر ولسمشر انور سادات له پارلمان څخه وغوښتل چې له روسیې سره شوی تړون مات کړي، ځکه چې هغوي مصر ته د هغو وسلو په برابرولو کې پاته راغلي چې په اړه ئې ژمنه کړې وه.

د ۱۹۹۸م کال د مارچ د میاشتې پر څوارلسمه نیټه په هندوستان کې سونیا گاندي، د کانگرس مشره شوه.

د ۲۰۰۷م کال پر همدې ورځ د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان یوې ډلې شمالي کوریا ته سفر وکړ. دا د ۲۰۰۲م کال وروسته د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان د غړو لومړنی سفر وو چې دغه هیواد ته ئې تر سره کړ.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش