نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ اسفند ۲۲, دوشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۹۹م کال پر همدې ورځ اتریش د فرانسې سره د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۸۵۴م کال پر نن ورځ انگلستان او فرانسې د ترکیې سره د روسیې په وړاندې ملاتړ اعلان کړ.
د ۱۹۳۰م کال پر همدغه ورځ د هندوستان نامتو سیاستوال گاندهي، د انگلیسانو له لوري پر مالگې د مالیې د لگولو له امله په احتجاجي مارچ پیل وکړ.
د ۱۹۳۹م کال د مارچ د میاشتې پر ۱۲مه نیټه پاپ پیوس دولسم، ته په واټیکان کې په یوه رسمي غونډه کې تاج ور پر سر کړل شو.
د ۱۹۷۲م کال پر همدې ورځ انگلستان او چین خپلو هیوادونو ته د دیپلوماتانو د لیږلو په سر راضي شول. دا کار وروسته تر هغې تر سره شو چې انگلستان د ۲۲ کلونو وروسته د پیکنگ دولت په رسمیت وپيژند.
د ۱۹۹۳م کال پر نن ورځ د هندوستان په بمبئ کې څو چاودنو لږ تر لږه ۲۰۰ تنه ووژل او تر ۱۱۰۰ زیات ئې ټپیان کړل.
د ۲۰۰۳م کال پر همدغه ورځ د صربستان لمړی وزیر زوران جينجيتش، هغه وخت ووژل شو چې په بیلگراد کې د خپل موټر څخه تر کوزیدو وروسته د یوې دولتې ودانۍ پر لور روان وو.
د ۲۰۰۷م کال د مارچ د میاشتې پر ۱۲مه نیټه په غزه کې د بې بې سي خبریال الن جونسټن د ماسک لرونکو وسله والو فلسطینانو له خوا وتښتول شو، چې بیا څلور میاشتې وروسته بیرته آزاد کړای شو.
د ۲۰۱۱م کال پر همدې ورځ جاپاني چارواکو خبر ورکړ چې د سینډای په ښار کې د څونامې د راتلو له امله د مړو شمیر ۱۰۰۰ تنو لوړ شوی دئ.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل