نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ اسفند ۱۱, پنجشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۵۶۲م کال پر همدې ورځ په فرانسه کې په لمړۍ مذهبي جگړه کې شاوخوا ۱۲۰۰ فرانسوي پروتستان په ډله ییزه توگه ووژل شول.
د ۱۷۹۰م کال پر نن ورځ د امریکې سنا د لمړي ځل له پاره سر شمیرنه ومنله.
د ۱۸۱۵م کال پر همدغه ورځ ناپیلیون بوناپارټ فرانسې ته ورسید او پر پاچا لیویس اتلسم ئې زور راوړ چې پاچاهي پریږدي.
د ۱۸۷۰م کال د مارچ د میاشتې پر لمړۍ نیټه د پراگواي او د برازیل، ارجنټاین او اورگوای ایتلافي ځواکونو تر منځ جگړه پای ته ورسیده.
د ۱۹۱۹م کال پر همدې ورځ په سول کې د کوریا خپلواکۍ اعلان کړای شوه.
د ۱۹۴۳ پر نن ورځ په دویمه نړیواله جگړه کې د بریتانیې هوایي پوځ د اروپايي هیوادونو د اورگاډي پټلۍ په سیستماتیک ډول بمبار کړه.
د ۱۹۹۴م کال پر همدغه ورځ اسرائیلو د فلسطینانو ۵۰۰ تنه بندیان آزاد کړل تر څو د فلسطین د آزادې د تحریک سره بیرته د سولې د خبرو اترو میز ته کیني.
د ۱۹۹۵م کال د مارچ د میاشتې په لمړۍ نیټه د روسیې د یواځیني ملي تلویزون رئیس په خپل کور کې ووژل شو.
د ۲۰۰۳م کال پر همدې ورځ د سپتمبر د یوولسمو پیښو اصلي طراح خالد شیخ محمد د پاکستان په راولپنډې ښار کې ونیول شو.
د ۲۰۰۸م کال پر نن ورځ د انگلستان شهزاده هیرې په افغانستان کې د لسو اونیو د پټ پوځي ماموریت د تیرولو وروسته خپل هیواد ته راستون شو.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل