نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ اسفند ۵, جمعهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۶۵۶م کال پر همدې ورځ هسپانیې له انگلستان سره د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۸۹۱م کال پر ننۍ ورځ شمال ختیځ چین ته، د لي ویلي، د راتگ له امله چین روسیې ته تاوان ورکړ.
د ۱۹۲۰م کال پر همدغه ورځ په آلمان کې د نازيانو گوند تأسیس شو.
د ۱۹۴۵م کال د فیبروري د میاشتې پر ۲۴مه نیټه د مصر لومړی وزیر احمد پاشا، تر هغې وروسته ترور شو چې مصر د المان پر وړاندې د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۹۹۱م کال پر همدې ورځ د روسیې له لوري د وروستی دیپلوماتیکي هلو ځلو د ناکامۍ څو ساعته وروسته ائتلافي ځواکونو په کویت او عراق کې د عراقي ځواکونو په وړاندې ځمکني عملیات پیل کړل.
د ۱۹۹۸م کال پر نن ورځ په هند کې یوې وسلوالې ډلې د سوسیالتي گوند یو کاندید او د هغه څلور تنه ملگري ووژل.
د ۲۰۰۴م کال پر همدغه ورځ د مراکش په شمالي برخه کې د زورورې زلزلې له امله شاوخوا ۵۵۰ تنو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ۲۰۰۸م کال پر همدې ورځ د فیدرل کاسترو، ورور راول کاسترو، د کیوبا ولسمشر شو.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش