1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ بهمن ۲۱, جمعه

نن د جمعې ورځ د فبروري د میاشتې لسمه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۴۱مه ورځ ده. د کال پای ته ۳۲۵ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/141UH
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۱۱م کال پر همدې ورځ روسانو بیلگردا ولکه کړ او د ترکیې پوځ ئې ونیوه.

د ۱۸۴۶م کال پر نن ورځ بریتانوي پوځ په هند کې سکان د سختې ماتې سره مخامخ کړل.

د ۱۸۷۹م کال پر همدغه ورځ د بلغاریې لومړنۍ پارلمان د ویلیکو ترنووا په ښار کې پرانیستل شو.

د ۱۹۳۹م کال د فبروري پر لسمه نیټه جاپاني ځواکونو په چین کې د هاینان جزیره لاندې کړه.

د ۱۹۴۳م کال پر همدې ورځ په دوهمه نړیواله جگړه کې بریتانوي ځواکونه د تونیزیا پولې ته ورسیدل.

د ۱۹۷۴م کال پر دغه ورځ عراق ادعا وکړه چې د ایراني او عراقي پوځیانو تر منځ پولې ته څیرمه د نښتې له امله ۷۴ ایراني سرتیري وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

د ۲۰۰۰م کال پر همدې ورځ د افغاني شرکت یوه الوتکه چې پکښې ۱۶۴ تنه مسافر سپاره ول د څلورو ورځو تر برمته نیول کیدو وروسته په لندن کې د الوتکې څخه راووتل.

د ۲۰۰۲م کال د فبروري پر لسمه نیټه اسرائیلي جنگي او څرخي الوتکو د فلسطین د ملي امنیت پر ودانۍ برید وکړ او کابو ۳۰ تنه ئې ټپیان کړل.

د ۲۰۰۷م کال پر همدې ورځ جنرال ډیویډ پیټریاس په عراق کې د امریکایي ځواکونو قومانده په لاس کې واخیسته.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش