1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ بهمن ۱۹, چهارشنبه

نن د چهارشنبې ورځ د فبروري د میاشتې ۸مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۳۹مه ورځ ده. د کال پای ته ۳۲۷ ورځې پاته دي.

https://p.dw.com/p/13zM0
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۹۲۲م کال پر همدې ورځ په سپینه ماڼۍ کي لومړۍ راډیو نصبه شوه.

د ۱۹۲۴م کال پر ننۍ ورځ په متحده ایالاتو کي د ګاز په واسطه لومړنۍ اعدام عملي شو.

د۱۹۴۰م کال پر همدغه ورځ آلماني سرتیرو د پولند په دوه کلو کي د هرو لسو کسانو څخه یو تن وواژه. دغه کار په دغي سیمه کي د دوه آلماني سرتیرو د وژل کیدو له کبله تر سره شو.

د ۱۹۶۲م کال د فبروري پر ۶مه په ویتنام کي د امریکا پوځي شورا جوړه شوه.

د ۱۹۷۴م کال پر همدې ورځ دري امریکایي ستوري مزلي په فضا کي د ۸۴ ورځو تیرولو وروسته ځمکي ته ستانه شول.

د ۱۹۹۳م کال پر ننۍ ورځ د یوي ایرانۍ الوتکي د لویدو له کبله ۱۳۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ۲۰۰۳م کال پر همدغه ورځ د روسي او چیچیني پوځیانو د جکړي په پایله کي شپږ روسي سرتیري ووژل شول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل