1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ آذر ۹, چهارشنبه

نن د چهار شنبې ورځ د نومبر د میاشتې ۳۰مه نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۳۳۴ ورځ ده. د کال پای ته ۳۱ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/13JYF
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

د ۱۷۱۰م کال په همدې ورځ ترکېې د روسېې په وړاندې د جګړې اعلان وکړ.

د ۱۸۳۸م کال پر ننې ورځ مکسیکو د فرانسې په وړاندې د جګړې اعلان وکړ.

د ۱۹۳۹م کال پر همدغه ورځ پخواني شوروي د فنلند هیواد ونیوه.

د ۱۹۶۴م کال د نومبر د میاشتې په ۳۰مه نیټه پخواني شوروي د مریخ په لور یوه فضايي بیړۍ و استوله.

د ۱۹۹۰ کال پر ننې ورځ د متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر، جورج بوش، اعلان وکړ چې خپل د بهرنیو چارو وزیر به عراق ته واستوي ترڅو د عراق او ایران تر منځ جګړې ته یوه دیپلوماتیکه د حل لاره پیدا کړي.

د ۲۰۰۰ کال پر همدې ورځ د شمالي او جنوبي کوریا اوسیدونکي چې د کلونو کلونو را په دیخوا د یو بل څخه جدا شوي ول د شمالي کوریا په پلازمینه کې سره یو ځای شول.

د ۲۰۰۴ کال د نومبر د میاشتې به ۳۰مه په فلیپین کې د یوه توفان له کبله ۳۴۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل