نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ آذر ۸, سهشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۹۶۳م کال په همدې ورځ د جان اف کینیدې د وژنې د پلټنې لپاره یو کمیسیون وټاکل شو.
د ۱۹۸۲م کال پر ننې ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې له پخوانۍ روسېې څخه وغوښتل چې افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي او د دغه هیواد خلکو ته اجازه ورکړي چې په خپله خپل حکومت جوړ کړي.
د ۱۹۸۷م کال پر همدغه ورځ یوه کوریایې الوتکه او د هغې ۱۱۵ مسافر ترې تم شول. د پیښې په اړوند د شمالي کوریا یو وګړی ونیول شو.
د ۱۹۹۲م کال د نومبر د میاشتې په ۲۹مه نیټه په آلمان کې د مهاجرینو پر یوه کمپ بمي برید تر سره شو.
د ۲۰۰۲ کال پر ننې ورځ یوه روسي سرتیرې چې د نشه یې توکو څخه یې استفاده کوله پر نورو روسي سرتیرو ډزې وکړې چې د دغې پیښې په پایلې کې اته کسان ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل