نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ آذر ۱, سهشنبهپه تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۶۹۹م کال پر ننې ورځ، ډنمارک، روسیې، ساکسوني او پولنډ د سویډن د امپراطورې د ویشلو تړون لاسلیک کړ.
د ۱۹۴۳م کال پر همدغه ورځ لبنان ته د دوو لسیزو وروستو خپلواکي ورکړل شوه.
د ۱۹۶۳م کال د نومبر د میاشتې په ۲۲ نیټه د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، جان ایف کینډي، ترور شو.
د ۱۹۷۲م کال پر همدې ورځ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، رچرډ نیکسن، ۲۲ کلن زوړ هغه بندیز چې په ترڅ کې پر امریکایي تابعیت لرونکو باندې د چین هیواد ته د سفر بندیز وو، لرې کړل شو.
د ۱۹۸۹م کال پر همدې ورځ د لبنان ولسمشر، رنه معوض، ووژل شو.
د ۱۹۹۰م کال پر نن ورځ د انګلستان لمړي وزیره، مارګریټ تاچر، په ټولټاکنو کې تر ماتې وروسته، د ۱۱ نیم کلونو وروسته استعفی ورکړه.
د ۱۹۹۷م کال پر همدغه ورځ وسله والو په صومالیه کې د ملګرو ملتونو او د اروپایې اتحادې پنځه تنه کارکوونکي برمته کړل. خو درې ورځې وروسته یې پرته د کوم زیان رسولو بیرته خوشې کړل.
د ۲۰۰۵م کال د نومبر د میاشتې په ۲۲مه نیټه انګلیلا میرکل، د المان لمړنې صدراعظمه شوه.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل