1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ آبان ۲۶, پنجشنبه

نن د پنجشنې ورځ، د نومبر د میاشتې ۱۷مه نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۳۲۱ ورځ ده. د کال پاې ته ۴۴ ورځې پاتي دي.

https://p.dw.com/p/13CKz
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

د ۱۵۱۱م کال پر همدې ورځ هسپانې او انګلستان د فرانسې به وړاندې اتحاد وکړ.

د ۱۵۵۸م کال پر ننې ورځ لومړۍ الیزابت د انګلستان ملکه شوه.

د ۱۸۰۰م کال پر همدغه ورځ د متحده ایالاتو پارلمان خپله لومړۍ غونډه تر سره کړه.

د ۱۹۸۸م کال د نومبر د میاشتې په ۱۷مه نیټه په پاکستان کې د پیپلس ګوند په پارلماني ټاکنو کې بریالی شو.

د ۱۹۹۲م کال پر همدغه ورځ اټالیاوي پولیسو د مافیا په وړاندې جګړې کې ۷۵ کسان ونیول.

د ۲۰۰۹م کال پر همدې ورځ، د متحده ایالاتو ولسمشر اعلان وکړ چې د اقلیم د بدلون په اړه به یوه لویه پالیسې تر لاس لاندې ونیسي.

د ۲۰۱۰م کال پر ننې ورځ د سعودي عربستان پاچا د دغه هیواد د پوځونو د مشر په توګه خپل دنده خپل زوی ته وسپارله.


آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل