نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ آبان ۲۱, شنبهپه تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۹۳۷م کال پر همدغه ورځ جاپاني پوځونو د چین شانګهای ښار تصرف کړ.
د ۱۹۴۱م کال د نومبر د میاشتې په دولسمه د پخواني شوروي ځواکونو په دویمي نړیوالې جکړې کې د مسکو ښار ته نږدې د وخت د آلمان د پوځ مخه ونیوله.
د ۱۹۴۸م کال پر ننې ورځ د جاپان پخوانۍ مشر، هایدیکي توجو او د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یو شمیر نور جاپاني مشران د مرګ په سزا محکوم شول.
د ۱۹۹۵م کال پر همدې ورځ بریتانیا نایجیریا ته د وسلو پلورل بند کړل.
د ۲۰۰۳م کال د نومبر د میاشتي په دولسمه په عراق کې د یوې چاودنې له امله ۱۸ ایتالیایې سرتیرې او ۱۳ عراقیان ووژل شول. په پیښه کې د سلو څخه ډیر کسان ټپیان هم شول.
د ۲۰۰۵م کال پر همدې ورځ په آلمان کې د پولیسو او شاوخوا ۲۰۰۰ نوې نازیانو تر منځ شخړه رامنځ ته شوه.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض