نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ مهر ۳۰, شنبهپه تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:
د ۱۸۷۳ ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر ۲۲ نېټه، د آلمان، روسیې، استرالیا او هنګرې تر منځ د همکارۍ توړون لاسلیک شو.
د ۱۹۱۸ ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي په دغه ورځ، د لویې انفلوینزا په سارې مرض انسانان اخته شول. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د اتلس میلیونو څخه ډیر انسانان دغې ناروغۍ ووژل.
د ۱۹۴۷ميلادي کال د اکتوبر په ۲۲مه نيټه پاکستان او هندوستان د کشمیر پر سر جګړه پیل کړه.
د ۱۹۵۴میلادي کال په دغه ورځ غربي آلمان د ناټو سره یو ځای شو.
د ۱۹۹۰ميلادي کال د اکتوبر پر دوه ویشتمه کینیا د ناروې سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې قطع کړې. کینیا په ناروې تور ولګاوه چې د دغه هیواد د حکومت د راپرځولو هڅه یې کوله.
د ۲۰۰۶ میلادی کال په نني ورځ د سودان حکومت دغه هیواد ته د ملګرو ملتونو استازی له سودان څخه بهر کړ. د ملګرو ملتونو دغه استازې په خپل شخصې ویب لاک کې لیکې وو چې د سودان ځواک د دارفور په جګړې کې ځپل شوی دی.
د ۲۰۰۷ميلادي کال په دغه ورځ اسامه بن لادن د عراق پر یاغیانو د یو کیدو غږ وکړ.
د ۲۰۰۸ میلادي کال د اکتوبر پر دوه ویشتمه هندوستان سپوږمۍ ته خپل لومړۍ سفر پیل کړ.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: احمد ولي اڅکزی