نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ مهر ۲۹, جمعهد ۱۸۴۷م کال پر دغه ورځ په سویټزرلینډ کې د عیسوي کاتولیکانو او پروتستنتانو تر منځ جګړه پیل شوه.
د ۱۸۶۱م کال د اکتوبر د میاشتې په ۲۱ نیټه د لمړي ځل لپاره په جنوبي امریکا کې د اور ګاډي پټلې افتتاح شوه.
د ۱۸۷۹م کال پر ننې ورځ امریکایي مخترع، توماس ایډیسن، د لمړي ځل لپاره برقي ګروپ وړاندې کړ.
د ۱۹۱۳م کال پر همدي ورځ په پرتګال کې د سلطنت د پلویانو پاڅون د ناکامې سره مخ شو.
د ۱۹۱۶م کال د اکتوبر په ۲۱مه نیټه، د اتریش لمړی وزير د یو سوسیالست له خوا ووژل شو.
د ۱۹۲۳م کال پر ننې ورځ په آسترالیا کې د ۱۶۰ پرله پسې د تودو ورځو لمړې ورځ پیل شوې وه چې د تودوخې درجه د ۳۸ سانتې ګراد څخه راښکته شوې نه وه.
د ۱۹۳م کال پر همدي ورځ جاپاني ځواکونو په چین کې کانټون تر خپلې ولکې لاندې راوست.
د ۱۹۴۴م کال په ننې ورځ په دوهمه نړیواله جګړه کې امریکایانو د المان د آخن ښار تر خپلې ولکې لاندې راوست.
د ۱۹۴۵م کال د اکتوبر په ۲۱ نیټه د لمړي ځل لپاره په فرانسه کې ښځو خپلې رایې وکارولې.
د ۱۹۶۹م کال پر همدې ورځ په سومالیه کې د یوې پوځې کودتاه په ترڅ کې ولسمشر، عبدي راشد علي شیرمارک، ووژل شو او په ختیځ المان کې د لمړي ځل لپاره د سوسیال دموکراتانو ویلي برنډ د صدراعظم په توګه وټاکل شو.
د ۱۹۷۳م کال پر دې ورځ د منځني ختیځ په شخړه کې د امریکا له لوري اسرایلو ته د وسلو ورکولو په سر د احتجاج په توګه، څلورو خلیجي هیوادونو امریکا ته د تیلو ورکول ودرول.
د ۱۹۹۶م کال د اکتوبر د میاشتې په ننې ورځ د ملګر ملتونو استازی کابل ته ورسید چې په دغه جنګ ځپلې ښار کې د جګړې مخه ونیسي.
د ۱۹۹۹م کال پر ننې ورځ سهار وختي تایوان یوې زورورې زلزلې ولړزاوه، چې په ترڅ کې یې ۲۳۰۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۸۲ زره کورونه یې ویجاړ کړل.
د ۲۰۰۰م کال پر همدې ورځ د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د طالبانو او د مخالفینو تر منځ د جګړې له امله شاوخوا ۲۳ زره کورنې پاکستان ته کډه شوې.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش