1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ مهر ۲۱, پنجشنبه

نن دپنجشنبي ورځ، د اکتوبر د مياشتي ۱۳مه نيټه او د ۲۰۱۱ کال ۲۸۶ ورځ ده. د کال پاي ته ۷۹ ورځي پاتي دي.

https://p.dw.com/p/12rGf
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:

د ۱۸۱۵م کال پر دغه ورځ انګلیسانو د آسینزن د جنوبي اتلانیک ټاپو ونیو، تر څو دغه ځاې ته څیرمه د یو بل ټاپو څخه د ناپیلیون د تیښتې مخه ونیسي.

د ۱۸۸۰م کال د اکتوبر په ۱۳م نیټه ټرانسوال د انګلستان څخه د خپلې خپلواکې اعلان وکړ.

د ۱۹۲۳م کال په ننې ورځ انقره د ترکې د پلازمینی په نوم ونومول شوه.

د ۱۹۵۲م کال په همدې ورځ مصر او او سوډان د نیل د اوبو په سره هوکړې ته ورسیدل.

د ۱۹۵۷م کال د اکتوبر په دیارلسمې نیټې د ختیځ المان دولت د دغه هیواد ټولې پولې وتړلې او اعلان یې وکړ چې هر څوک چې ختیځ مارک لري باید د نوو اسعارو په بدل یې کې تبادله کړي.

د ۱۹۶۹م کال پر دغې ورځ پخواني شوروي اتحاد خپله دریمه فضایي بیړی مدار ته واستوله.

د ۱۹۷۰م کال پر ننې ورځ کاناډا او چین اعلان وکړ چې دوې به سره خپلې دیپلوماتیکي اړیکي ټینګي کړي. تایوان په چټکې د کاناډا سره خپلې اړیکي پریکړې.

د ۱۹۸۱م کال د اکتوبر په دیارلسمه نیټه د انور سادات تر ترور یوه اونې وروسته په مصر کې خلکو په یوه ټولپوښتنه کې خپلې رایې وکارولې تر څو د ولسمشر معاون، حسني مبارک، د ولسمشر په توګه وټاکي.

د ۱۹۸۷م کال پر ننې ورځ د کوستا ریکا ولسمشر، اوسکار اریاس سانچیز، د سولې نوبل جایزه تر لاسه کړه.
د ۱۹۸۸م کال د اکتوبر په ديارلسمه نیټه یو مصري لیکوال، نجیب محفوظ، په ادبې برخه کې د نوبل جایزه تر لاسه کړه. هغه په عربي ژبه کې لمړنی لیکوال دې چی دغه جایزه یې تر لاسه کړې.

په ۱۹۹۲م کال کې احرام مصر او شاوخوا نږدې نورې تاریخې سیمې سختې زلزلې ولړزولې چې په پایله کې یې ۴۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او نور ۴۰۰۰ تنه ټپیان شول.

د ۱۹۹۷م کال د اکتوبر په دیارلسمه ملکې ایلزبت دوهمې هندوستان ته خپل سفر پیل کړ. هندوستان د هند څخه د خپلې خپلواکې ۵۰مه کلیزه نمانځله.

د ۲۰۰۶م کال پر همدې ورځ د بنګله دیش یو اقتصاد پوه او هغه بانک (ګرامین بانک) چې ده تأسیس کړی وو د سولې د نوبل جایزه تر لاسه کړه.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش