نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ مهر ۱۴, پنجشنبهپه تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
1908: ترکیې آلمان ته اجازه ورکړه چې تر انقرې پوري د ریل خط وغځوي.
1918: فرانسي بیروت اشغال کړ.
1927: په متحده ایالاتو کې د آواز لورونکو فلمونو یا محرکو انځورونو عصر پیل شو. دغه عصر د The Jazz Singer د فلم په نندادری ته ایښودلو سره پیل شو.
1939: ادولف هیتلری د المان د وخت پارلمان ته وینا وکړه او ویویل چې په فرانسي او انګلستان به برید و نه کړي.
1972: په مکسیکو کې د اورګادي د اور اخیستو له کبله څه نا څه 208 کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
1973: مصر او سوریې پر اسریلو برید وکړ.
1981: د مصر د وخت ولسمشر، انور سادات، د یوه کس لخوا په داسې حال کې چې د یوه پوځې پرید څخه یې لیدنه کوله ووژل شو.
1997: اسراییلو د حماس د ډلي مشر د موساد د دوو اجنټانو د خوشې کیدو په بدل کې آزاد کړ.
2002: د الجزیرې تلویزیون د اسامه بن لادن یو ویدیويې پیغام خپور کړ چې په کې پر امریکا د لا نورو بریدونو ګواښ شوی وو.
2005: وروسته له هغې چې په مرکزي امریکا او مکسیکو کې بارانونه او د ځمکې د ښویدو له امله 160 کسان ووژل شول د نجات ډلو د بندو کسانو د ژغورني لپاره خپل عملیات پیل کړل.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکې: نجیب الله زیارمل