نن په تاريخ کي
۱۳۹۰ آبان ۱۰, سهشنبهپه تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:
د ۱۷۵۵م کال د نومبر د مياشتي پر لومړۍ نېټه، پورتګال يوې کلکي زلزلې ولړزاوه چي په ترڅ کي يي ۶۰زره انسانان ووژل سول.
د ۱۹۴۵م کال پرهمدې ورځ برتانيې اعلان وکړ چي دوی داسي شواهد لري چي، ادولف هيټلر، په برلين کي په يوه سمڅه کي ځان وژلی.
د ۱۹۵۲م کال په دغه ورځ د امريکا متحده ايالاتو د مارشال په ايسلنډ کي د لومړي هايدروج بم ازموينه وکړه.
د ۱۹۵۴م کال د نومبر د مياشتي په لومړۍ نېټه، افريقايي هيواد الجريا د فرانسې د واکدارۍ پر ضد ياغي توب پيل کړ.
د ۱۹۶۱م کال پرهمدې ورځ په الجزاير کي د نيشنليسټانو په يو لاريون کي ۸۵تنه ووژل شول.
د ۱۹۹۷م کال د نومبر په لومړۍ نېټه، په آسيا کي د مالي کړکيچ له امله اندونيزيا خپل ۱۶بانکونه ډيوالي اعلان کړل.
د ۲۰۰۱م کال پر همدې ورځ ترکيه د ناټو هغه مسلمان هيواد وګرځيدی، چي افغانستان ته يې پوځونه واستول.
د ۲۰۰۹م کال د نومبر په لومړۍ نېټه ولسمشر حامد کرزي په دوهم وار د پنځو کلونو له پاره په ټاکنو کي گډونکی ولسمشر اعلان سو.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل