نن په تاريخ کي
۱۳۹۰ آبان ۱, یکشنبهپه تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۵۹۶م کال په ننې ورځ د ترکې محمد دریم په هنګري کې د مکسي میلین په مشري د اتریش پوځونو ته ماتې ورکړه.
د ۱۷۶۴م کال پر همدې ورځ برتانوي ځواکونو د بنګال د اودهـ نواب ته ماتې ورکړه.
د ۱۹۴۴م کال د اکتوبر د میاشتې په ۲۳مه نیټه د پخواني شوروي سرې لښکرې هنګرې ته ورننوتې.
د ۱۹۵۴م کال پر همدغه ورځ برتانیي، فرانسې، د امریکا متحده ایالاتو او شوروي اتحاد په دې هوکړه وکړه چې د المان اشغال ته د پاې ټکې کیږدي.
د ۱۹۵۸م کال پر ننې ورځ شوروي اتحاد په مصر کې د اسوام د بریښنا بند لپاره پور منظور کړ.
د ۱۹۶۲م کال د اکتوبر په ۲۳مه نیټه پخواني شوروې اتحاد خبرداری ورکړ چې کیوبا ته د وسلو د لیږولو د بهیر مخنیوی به د اتومو وسلو ګواښ رامنځ ته کړي.
د ۱۹۷۳م کال پر همدې ورځ د اسرایل پوځي کمان د دې خبرې اعلان وکړ چې په منځني ختیځ کې اسرایل او مصر د ډزبندې موافقې ته رسیدلي.
د ۱۹۸۳م کال پر همدې ورځ یو ځانمرګي بریدګر چې چاودیدونکي توکي یې په یوې لارې کې ځای پر ځای کړي وو د لبنان په هواي ډګر کې د امریکايي پوځونو په اډې کې چیرې چې دغه ځای ته څیرمه د فرانسوي ځواکونو یو مرکز هم وو ځان وچاوه، په دغه برید کې ۲۴۱ تنه امریکایي او ۵۸ تنه فرنسوي سرتیري ووژل شول.
د ۱۹۹۴م کال پر همدې ورځ د سري لنکا په کولمبو کې تامل پړانګانو د ټولټاکنو په یوې غونډه کې ځانمرګې برید وکړ چې په پایله کې یې ۵۰ تنه ووژل شول. په وژل شوو کسانو کې د اپوزیسون مخکښ مشر چې ولسمشرې ته کاندید هم ووژل شو.
د ۱۹۹۵م کال د اکتوبر په ۲۳مه نیټه د روسي ولسمشر بورس یلسن په نیویارک کې د خپل امریکایي سیال بل کلنټن سره تر لیدنې وروسته د دې خبرې اعلان وکړ چې روسي پوځونه به په بوسنیا کې به د سولې په ټینګښت کې مرسته وکړي.
اژانسونه/ سیدریاض
کتونکی: نجيب الله زيارمل