نن په تاريخ کي
۱۳۹۰ مهر ۲۸, پنجشنبهپه تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:
د ۱۷۲۸ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر ۲۰ نېټه، د دینمارک په پلازمینه کوپناګن کې د اور د لګیدو له امله د ښار ډیرې برخې خرابې شوې.
د ۱۷۹۲ ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي په دغه ورځ، د امریکا د وخت ولسمشر، جورج واشنتن، په نړۍ کې د مذهبونو توپیر د جنجالونو لامل وبله.
د ۱۸۹۷کال پر همدي ورځ د کوریا پاچا ځان امپراتور اعلان کړ خو د هغه د دغه اعلان په وړاندې روسیی او جاپان غبرګون وښود.
د ۱۹۴۵ميلادي کال د اکتوبر په ۲۰مه نيټه مصر، عراق، سوریې او لیبنان متحده ایالاتو ته ګواښ وکړ چې په نړۍ کې د یهودانو د یوه هیواد جوړول په په منځنی ختیځ کې د جګړې لامل شي. تر دې وروسته دغو هیوادونو د عربانو اتحاد رامنځ ته کړ.
د ۱۹۷۷میلادي کال په دغه ورځ د تایلند ملکې دولت د پوځ لخواراوپرځول شو.
د ۱۹۸۰ميلادي کال د اکتوبر پر شلمه یونان د ناټو په سازمان کې داخل شو.
د ۱۹۹۱میلادی کال په نني ورځ هندوستان کې زلزي ۳۴۱ کسان ووژل او په زرګونه کورونه یې ویجاړ کړل.
د ۲۰۰۴ميلادي کال په دغه ورځ په فرانسي کې دوه مسلماني نجلی د تیکري د نه لرې کولو په جرم د ښوونځي څخه اخراج شوي.
د ۲۰۱۰میلادي کال د اکتوبر پر شلمه متحده ایالاتو وویل چې پاکستان باید افغانستان کې د سولې له پروسي سره مرسته وکړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل