نن په تاريخ کي
۱۳۹۰ مهر ۲۷, چهارشنبهپه تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:
د ۱۷۸۱ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر ۱۹ نېټه، د لارډ کورنواليس په مشري انګليسي پوځونه د ويرجينيا په يارک ښار کي تسليم سول او دا راز د امريکا د جګړي انقلاب ته د پای ټکی کښېښودل سو.
د ۱۸۱۲ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي په دغه ورځ، د ناپيليون بوناپارټ په مشري فرانسوي پوځونو د مسکو څخه پر شا تګ پيل کړ.
د ۱۸۱۳کال پر همدي ورځ د ناپيليون پوځ ته اتريش، المان، روسيي او د سويډن پوځونو په ګډه سره د المان په لايپڅيګ کي ماتي ورکړه او دا شان د راين په ختيځ کي د فرانسې امپراطوري ته د پای ټکی کښېښودل سو.
د ۱۹۴۳ميلادي کال د اکتوبر په ۱۹مه نيټه د امريکا د متحده ايالاتو، روسيې او برطانيي د بهرنيو چارو وزيرانو په مسکو کي په يو کنفرانس کي ګډون وکړ تر څو د پراخو همکاريو پر اساساتو سره خبري وسي.
د ۱۹۵۰م کال په دغه ورځ د ملګرو ملتونو ځواکونه د شمالي کوريا پلازميني پيونګيانګ ته ورننوتل.
د ۱۹۵۱ميلادي کال د اکتوبر پر نولسمه د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر، هيري ټرومن، په رسمي توګه د آلمان سره جګړي ته د پای ټکی کښېښود.
د ۲۰۰۱م کال په نني ورځ د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړو پوځونو په افغانستان کي ځمکني عمليات پيل کړل، دا د طالبانو او نورو ترهگرو ډلو پر ضد د جګړې يو بل پړاو ته ننوتل وو.
د ۲۰۰۶ميلادي کال په دغه ورځ د افغانستان په جنوب کي په يو ځانمرګي بريد کي د يو برتانوي سرتيري په شمول دوه ماشومان او يو افغان سرتيری ووژل سول.
تر دې يوه ورځ وړاندي افغان ولسمشر حامد کرزي د ۲۰تنو ملکي وګړو تر وژل کيدو وروسته د ناټو پر ځواکونو ږغ وکړی، چي په خپلو عملياتو کي دي د ملکي وګړو د وژلو په موخه د احتياط څخه کار واخلي.
د ۲۰۰۹م کال د اکتوبر پر ۱۹مه د ملګرو ملتونو له لوري د ولسمشري په انتخاباتو کي د سوو درغليو څيړونکو د حامد کرزي يو پر دريمه برخه رايي باطلي وګرځولي.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل