نن په تاريخ کي
۱۳۹۰ مهر ۱۸, دوشنبهپه تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:
د ۱۷۳۳ کال د اکتوبر د مياشتي پر ۱۰ نېټه فرانسي د روم د امپراطوري سره د جګړې اعلان وکړ.
د ۱۸۴۲ ميلادي کال په دغه ورځ انگليسانو په افغانستان کي د خپلي دوهمي جګړې د بريا ادعا وکړه.
د ۱۸۵۹ کال په دغه ورځ په ارجنټاين کي کورنۍ جګړه پيل سوه.
د ۱۹۱۷ ميلادي کال په دغه ورځ، برازيل د آلمان سره د جګړې اعلان وکړ.
د ۱۹۴۳ ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر ۱۰ نېټه جنرال اسمو چيانګ کايي شيک، د چين ولسمشر سو.
د ۱۹۶۳ميلادي کال په دغه ورځ د ايټاليي بليونو ښار ته نږدي د بريښنا د يو بند د نړيدو له امله شاوخوا ۱۸۰۰ تنو د سيلابونو له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ۱۹۷۰ کال د اکتوبر د مياشتي پر لسمه نېټه، تقريباً يوه پيړۍ وروسته د فيجي هيواد د انګلستان څخه آزادي تر لاسه کړه.
د ۱۹۸۸ميلادي کال په دغه ورځ، شکمنو تامل پړانګانو د سريلانکا په شمال کي پر يو کلي بريد وکړ، پدغه بريد کي ۴۷ تنه ووژل شو په داسي حال کي چي دغه کسان ټول په خوب ويده ول.
د ۱۹۹۰ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر لسمه نېټه، د امريکا متحده ايالاتو د پاکستان سره په اقتصادي او پوځي برخي کي د ۵۶۴ مليونو ډالرو مرسته وکړه. ځکه چي امريکا په دي اړه شکمنه وه چي ګواکي پاکستان د خپلو اتومي وسلو د پرمختګ لپاره کار کوي.
د ۱۹۹۳ميلادي کال په دغه ورځ، سوسيالست، اندرياس پاپندريو، په يونان کي بيرته واک ته ورسيد.
د ۲۰۰۴ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر لسمه نېټه د افغانستان په تاريخ کي د لو مړي ځل لپاره په ټولټاکنو کي برخه اخستونکو ۱۵ کانديدانو د ټولټاکانو څخه په دي تور لاس په سر سول چي د امريکا متحده ايالات او ملګري ملتونه د حامد کرزي په ملاتړ په ټولټاکنو کي درغلي کوي.
اژانسونه/ سيدرياض
کتونکی: نجيب الله زیارمل