نن په تاريخ کي
۱۳۹۰ مهر ۱۷, یکشنبهپه تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:
د ۱۵۹۵ ميلادي کال په دغه ورځ کامبريا او فرانسه د هسپانيي لاس ته ورغلې.
د ۱۷۶۰ کال د اکتوبر د مياشتي پر ۹ نېټه روسانو برلين په خپل ولکه کي راوست.
د ۱۸۰۶ ميلادي کال د اکتوبر پر نهمه، پرويسن د فرانسي سره د جګړې اعلان وکړ.
د ۱۹۳۴ ميلادي کال په دغه ورځ، د يوګوسلاويا پاچا، الکسندر اول، او د فرانسې د بهرنيو چارو وزير، جين لويس بارتو، په فرانسه کي د يو کرواټ، مخبر له خوا ترور سول.
د ۱۹۶۳ ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر ۹ نېټه د يوګڼدا پخوانی زور واک، موتسا دوهم، د يوګنډا لومړی ولسمشر سو.
د ۱۹۸۱ کال په دغه ورځ د اسرائيلو لومړی وزير، ميناشيم، د مصر د ولسمشر، انورسادات، د جنازې په مراسمو کي د ګډون لپاره د قاهرې پر لور وخوځيد.
د ۱۹۸۷ ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر نهمه نېټه، د افغانستان په پلازمېنه کابل کي د يو جومات تر څنګ په يو موټر کي ځای پر ځای سوي چاوديدونکي توکي وچاوديدل، چي په پايله يي کي ۲۷ تنه ووژل سول او نور ۳۵ تنه ټپيان سول.
د ۱۹۹۲ ميلادي کال په دغه ورځ، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پر بوسنيا باندي د هر رنګه پوځي الوتنو د بنديز لپاره رايه ورکړه او هلته يې د هوايي قلمرو يوه ساحه د الوتنو د بنديز لپاره وټاکله.
د ۱۹۹۶ ميلادي کال په دغه ورځ د افغانستان ړنګ سوي رژيم ته وفادارو پوځيانو د طالبانو د پرمختګ مخه ونيوله.
د ۱۹۹۷ ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر ۹ نېټه په مکيسکو کي د سختو طوفانونو له امله ۲۴۹ تنو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د ۲۰۰۶ ميلادي کال په دغه ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په رسمي توګه د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو وزير، بان کي مون، د ملګرو ملتونو د عمومي مشرپه توگه و نوماوه.
اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل