1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاريخ کي

۱۳۹۰ مهر ۱۱, دوشنبه

نن د دوشنبي ورځ، د اکتوبر د مياشتي ۳مه نيټه او د ۲۰۱۱م کال ۲۷۶ ورځ ده. د کال پاي ته ۸۹ ورځي پاتي دي.

https://p.dw.com/p/12kqH
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:

 

د ۱۸۹۹ کال په دغه ورځ د برتانيې او وينزويلا ترمنځ د سرحد پر سر د راپورته سوي لانجې پر سر جوړ جاړی.

 

د ۱۹۳۲ کال د اکتوبر د مياشتي پر دريمه عراق د ملګرو ملتونو غړی هيواد سو.

 

د ۱۹۴۱ ميلادي کال د اکتوبر پر دريمه آدولف هيټلر، اعلان وکړی، چي روسيې ته ماته ورکړل سوه او بيا به هيڅکله سر راپورته نه سي کړای.

 

د ۱۹۴۴ کال په دغه ورځ انګلستان د آستراليا په سواحلو کي د لومړي ځل لپاره د اتوم بم ازموينه تر سره کړه.

 

د ۱۹۵۴ ميلادي کال د اکتوبر پر دريمه د لويديځي اروپا د ۷ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو، امريکا او کاناډا پر دې هوکړه وکړه، چي آلمان د ناټو غړيتوب تر لاسه کړي.

 

د ۱۹۷۷ ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي په دغه ورځ د هندوستان پخوانۍ لومړۍ وزيره، اندراګاندهي، د درغليو په دوو تورونو کي د ښکيلتيا له امله په خپل دفتر کي ونيول سوه. خو يوه ورځ وروسته بيا بيرته خوشي سوه.

 

د ۱۹۹۰ ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر دريمه نېټه ختيځ او لويديځ المان سره يو ځايي سول.

 

د ۲۰۰۳ ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر دريمه نېټه، پاکستان د لومړي ځل لپاره د اټومي وسلو ليږدونکی توغندی( حتف ۳) کاميابه ازموينه تر سره کړه.

 

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل