1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاريخ کي

۱۳۹۰ مهر ۷, پنجشنبه

نن د پنجشنبې ورځ، د سپتمبر د میاشتې ۲۹ مه نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۲۷۲ ورځ ده. د کال پاې ته ۹۳ ورځې پاتي دي.

https://p.dw.com/p/12j67
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

 

د 1567 ميلادي کال د سپتمبر د مياشتي پر ۲۹ نېټه په فرانسه کې د هیګیونټس، او د شاه چارلس نهم تر منځ دوهمه مذهبي جګړه پیل سوه.

 

د 1789 ميلادي کال د امریکا د متحده ایالاتو د جګړو دیپارتمنت د څو سوو تنو په شمول په منظمه توګه د پوځ بنسټ کښېښود.

 

د 1829ميلادي کال په دغه ورځ لندن پولیسي ځواک بیرته منظم کړ، چې اوس دغه ځواک د سکاټلنډ یارډ، په نامه یادیږي.

 

د1911 ميلادي کال په دغه ورځ ایټالیې د ترکېې سره د جنګ اعلان وکړ.

 

د 1972 ميلادي کال په دغه ورځ، چین او جاپان خپلې اړیکي بیرته عادې حالت ته راوستې.

 

د 2009 ميلادي کال د سپتمبر د مياشتي پر ۲۹ نېټه د ایران د اټومي وسلو مشر وویل چې د یورانیمو د غني کولو نوی ځای تر ممکنه حده د خوندي ساتلو لپاره جوړ سوی تر څو د هوایي بریدونو څخه په خوندي وي.

 

اژانسونه/ سیدریاض

کتونکی: نجيب الله زيارمل