نن په تاريخ کي
۱۳۹۰ مهر ۴, دوشنبهنن ورځ په تاريخ کي د نړۍ مهمي پيښي:
په 1777 ميلادي کال کي په دغه ورځ د امريکا د انقلاب په ترڅ کي برتانوي ځواکونو د، فيلاډيلپيا، ښارلاندي کړ.
د 1789 ميلادي کال د ستمبر د مياشتي پر ۲۶ نېټه توماس جيفرسن، د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د لومړي وزير او جون جي، د لومړي قاضي القضات په توګه وټاکل سول.
په 1850 ميلادي کال کي په دغه ورځ، فرانسې د رسنيو پر آزادي محدوديت ولګاوه.
د 0195 ميلادي کال په دغه ورځ د ملګرو ملتونو ځواکونو د کوريا پلازمېنه، سويل بيرته تر خپلي ولکي لاندي راوست.
د 1989 ميلادي کال په دغه ورځ د پخواني شوروي اتحاد د بهرنيو چارو وزير، ايدوارد شورنادزي، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ غونډي ته وويل، چي د ټولو کيماوي وسلو د له منځه وړولو او يا په راکمولو کي د امريکا متحده ايالاتو سره مرسته وکړي.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل