1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن له افغانستان څخه دسرو لښکرو دوتلو 21 کليزه ده

۱۳۸۸ بهمن ۲۶, دوشنبه

له افغانستانه څخه دشوروي اتحاد دپوځونو دوتلو علتونه بيل بيل دي . ددوی دوتلو اصلي علت ددوی په طرز فکرکي داساسي بدلون راتلل وو

https://p.dw.com/p/M1Gx
سور لښکر د افغانستان څخه د وتلو پر مهال
سور لښکر د افغانستان څخه د وتلو پر مهالانځور: AP

دشوروي اتحاد دهغه مهال جمهوررييس ميخاييل ګرباچوف داقتصادي مجبوريتونو، له سياسي پلوه تجريديدو ، او دايديولوژيکي پلوه ددوی له قصدونو څخه دپردې دپورته کيدو له امله دې ته مجبوره شو چي په افغانستان کي دشوروي اتحاد دډار خوب بالاخره پای ته ورسوي . په ډير خجالت سره يې د1989 کال دفبرورۍ پر 15 نيټه خپل پوځ له افغانستانه څخه وويست .پدې ډول نو ددوی دا يرغل له ايديولوژيکي پلوه د يوې بشپړي ناکامۍ، او له ستراتيژيکي پلوه دغلطي پريکړي په حيث ثابت شو .

دبين ا لدول دحقو قو له مخي دپوځ دا ويستنه د1988 کال داپريل دمياشتي دژنيو دمعاهدې پر اساس ترسره شوه .

د 1988 کال داپريل دمياشتي په 14 نيټه چي دپنجشنبې ورځ وه ، دسويس دکنفرانسونو دښار ژنيو پر سړکونو باندي خلک دپسرلي دشنيلي اوښکلي هوا له امله په خوشحاليو سره دې خوا آخوا تلل او «په پالاس دس ناسيون» کي څلور کسه يو بل سره مخا مخ ناست وه، چي ديوو بل رسوخ لرونکي سړي تر نظر لاندي يې اسناد لاسليک کول .

يويې خواته دملګرو ملتونو دموسسې سرمنشي پيرس دکيولار ناست وو. دده په څنګ کي دافغانستان دحکومت نماينده عبدالوکيل او دپاکستان نماينده ذين نوراني ناست وو. دوی ته مخامخ بلي خواته دسترو قدرتونو نماينده ګان دامريکا دمتحده ايالتونو دبهرنيو چارو وزير جورج شولڅ، او دشوروي اتحاد دبهرنيو چارو وزير ادوارد شيوارد ناد زه کښيناستلي وو. ددوی څيرې داسي سړې وي، لکه دسايبريا د هوا په منفي درجو کي چي ناست وي . پداسي حال کي چي هغه څه چي دوی لاسليک کول ،بايده وو ددوی دډيري خوښۍ سبب شوي وای . ځکه چي په ټول هيواد کي ښکته اوپورته ويل کيدل چي دسولي تړون لاسليک شويدی .

Afghanistan Sowjetunion Russische Truppen ziehen sich zurück aus Kabul
انځور: AP

د«ژنيو دافغانستان په معاهده» کي شوروي اتحاد ځان پدې مکلف کړ چي خپل پوځ چي دهغه په واسطه يي د1979کال ددسمبر پر 27 نيټه په افغانستان باندي يرغل کړی وو، د9مياشتو په ترڅ کي بشپړ له افغانستان څخه وباسي . او ددې پوځ ويستل به د1988کال دمي په مياشت کي پيل شي .

البته چي دافغانانو دډيري قربانۍ له ورکولو اوډير سخت مقاومت څخه پرته به دشوروي اتحاد يرغلګر پوځ ددې هيواد خوشي کولوته مجبوره شوی نوای .او همدغه ډول به دټولي نړۍ لخوا دافغانستان دمقاومت له ملاتړ څخه پرته .

اوله بلي خوا په شوروي اتحاد کي د« پروسترويکا» يعني دنوښت دراتلو او« ګلازنوست»يعني دروڼوالي له راتلو څخه پرته به له افغانستانه څخه دشوروي اتحاد دپوځ وتل ډير ورو ورو ترسره شوي وای .

خو بيله شکه دشوروي اتحاددپوځ وتل پردې باندي هم اقراردی چي نوموړی هيواد، له پوځي پلوه پړ شويدی . دهمدې لپاره دا دافغانستان دمقاومت بريا وه . له سياسي پلوه دغه مقاومت دکومي جايزې وړ نوو . دامقاومت له سياسي پلوه ټوټې ټوټې وو اودافغانستان ټولنه هم لادداسي حالت راتلوته چمتونه وه .ستراتيژيکي اوسياسي مشر تابه لاپه هيڅ وجه دقدرت نيولوته چمتو نوه .دوی دبيا رغوني لپاره کوم پروګرام، اوکومه طرحه نه درلوده .

دهمدي لپاره په کابل کي د1992کال داپريل په مياشت کي دمجاهدينو لخوا دقدرت تر نيول کيدو وروسته افغانستان په ډير ژور بحران باندي اخته شو . په واقعيت کي دغه هيواد که څه هم دهغه په وړاندي نړيواله وضعه کي بدلون راغلی او په هيواد کي دننه يوڅه پرمختګ شويدی،خو لا تراوسه هم دهغي غميزي له تاثيرڅخه ندی راوتلی .

سيد موسی صميمي / رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري