1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن د چين د خارجه چارو وزير جرمني ته راځي

۱۳۸۶ بهمن ۲, سه‌شنبه

جرمني او چين غواړي ، چي د هغو مناسباتو چي د څو مياشتو راهيسي خراب سوي دي ، بيرته د سميدو کوښښ وکي ...

https://p.dw.com/p/DKGI
د جرمني او چين د خارجه چارو وزيران
د جرمني او چين د خارجه چارو وزيرانانځور: picture-alliance / dpa/dpaweb

د خارجه چارو وزير فرانک والټر سټاينماير نن د چين د خارجه چارو د وزير يانګ يې چي Jang Giechi څخه په برلين کي هرکلی کوي .

تر هغه وروسته چي صدراعظمي انګيلا ميرکل په سپتامبر کي د داليلا ما سره وکتل ، او دچين او جرمني تر منځ مناسبات يو څه خراب سول ، اوس د جرمني د خارجه چارو وزارت هيله لري ،چي هغه بيرته سم سي. چين تر هغه وروسته د بشر د حقوقو او يوه حقوقي دولت د موضوع په هکله نور د جرمني د استازو سره ونه کتل . يانګ برلين ته د خارجه چارو د وزيرانو د شپږګوني ډلي هغه کنفرانس ته راغلی دی ، چي غواړي د ايران پر ضد د ملګرو ملتو د دريم بنديز په خاطر سره سلا مشورې وکي .