نن د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانیږي
۱۳۸۹ مهر ۲۵, یکشنبهڅه باندني څلور ملیونه ا فغانانو د د وږی میاشتې په 29مه نیټه د ولسې جرګې په ټاکنو کې برخه اخیستي وه.
د ټول ټاکنو د کمیسیون د رپوټ مطابق به نن د پارلماني ټاکنو ابتدایې نتیجې اعلان سي.
د مهال ویش له مخې به دغه پایلې یوه اونۍ دمخه اعلامیدې خو کمیسیون وایې چې ورته په غټ شمیر کې د ور روانو شکایتونو له امله یې دغه نیټه یوه اونۍ ځنډولي وه.
اوس داسي ښکاري چې د ولسې جرګې نوي مجلس ته تر ډیره بریده نویو کسانو لاره موندلي.
له پخوانیو جنګ سالارانو بیا تر کمونست پلوه سیاست والو او اوسنیو دیموکراتانو پوري د هرې ډلي کسانو هڅه کړي چې ولسې جرګې ته لاره ومومې.
د ولسې جرګې د لومړنیو پایلو تر اعلان څو ساعته دمخه د پاتې راغلو کاندیدانو د اعتراضونو لړۍ روانه وه.
په کابل کې د شمالي، لویدیځو، مرکزي او یو شمیر جنوبي ولایتونو معترض کاندیدان را غونډ شوي ؤ او د ټاکنو پایلې یې د نه منلو وړ بللي.
د ټول ټاکنو د کمیسیون کارکونکي د دغو کاندیدانو تر متواترو لفظي ګزارونو لاندي وو.
یوه معترضه کاندیده د آلمان غږ راډيو ته وویل: یو فیصد هم سم کار نه دی شوی. په دې معنی چې رایې سمی شمیرل شوي نه دی. نو زه وایم چی سل فیصده جعل او تقلب شوی».
د هرات ولایت یو ناراضي کاندید: «د فساد او اختلاس سرچینه د انتخاباتو کمیسیون ده، مونږ یې پایلې نه منو.»
یو بل پاتې راغلی کاندید بیا وايی:« دا د اختلاس او تقلب اسناد دي، تاسو په خپله ورته وګورﺉ په دوو ښځینه او نارینه ټاکنیز حوزو کې پراخه درغلي شوي.»
د ټاکنو پر کمیسیون د معترضو کاندیدانو له لوري نیوکې په تیرو دریو میاشتو کې کومه نوي خبره نه ده . له انتخاباتو را وروسته تر نن ورځي پوري کمیسیون د یو شمیر کاندیدانو تر سختو نیوکو لاندي وو او دغه کار پای نه دی موندلی.
اوس چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانیږي لا هم د ټاکنو کمیسیون هغو کاندیدانو ته ګواښ ورکوی چې درغلي یې کړي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو د کمیسیون غړی ضیا رفعت وایې، دا چې لومړنۍ پایلي اعلان شي وروسته تر هغه هم د هغو کاندیدانو نومونه له نوم لړ څخه ایستل کیدای شي چې پرې د درغلیو او له واک څخه د ناوړې ګټي اخیستني تور ثابت شي.
هغه یادونه وکړه: «مونږ د ټولو هغو نوماندانو دوسیې څیړو چې پرې د تخطۍ، درغلۍ او یا جعل کارۍ تورونه لګیدلي وي، او که څه هم چې دا کسان په لومړنیو پایلو کې بریالي شوي هم وي، او په هره کچه کې چې وي د بریالیو کسانو له نوم لړ څخه به وایستل شي.»
که څه هم په لومړنیو پایلو کې د لمرینې ورځي په څيرد بریالیو کاندیدانو نومونه لیدل کیږي خو دا چې پاتې راغلي کاندیدانو ته به د منلو وړ وي که څنګه ، په دې اړه د راتلونکي لپاره د وریځ وړاندوینه کیږي.
جلالزی
کتونکی: عبدالباري حکيم