1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن به تاریخ کې

۱۳۹۱ تیر ۲۴, شنبه

نن شنبه، د جولای د میاشتې ۱۴مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۹۶مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۷۰ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15Xpc
Kalenderblatt
Themenbild Kalenderblattانځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۹۳۴م کال پر همدې ورځ د عراق، موسال، تریپلي او لبنان تر منځ د نفوتو د پایپلاین د غڅولو کار پای ته ورسید.

د ۱۹۷۱م کال پر نن ورځ ایران په ملگرو ملتونو کې پر متحده ایالاتو باندې تور وگاوه چې د دې هیواد د یوه مسافر وړونکې الوتکې له ویشتلو سره ئې یو لوی جرم تر سره کړی دئ.

د ۱۹۹۲م کال پر همدغه ورځ په استرالیا کې څرخی الوتو او ډیر شمیر رضا کارانو ۴۴ نهنگان وروزل.

د ۱۹۹۲م کال پر نن ورځ ولسمشر ملگرو ملتونو پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د رواندا له شاوخوا ۲۵۰۰۰۰ کډوالو سره مرسته وکړي.

د ۲۰۰۱م کال د جولای د میاشتې پر ۱۴مه نیټه د پاکستان او هندوستان مشرانو تر دوه کالونو وروسته د لومړي ځل له پاره له یو بل سره ولیدل.

د ۲۰۰۵م کال پر همدې ورځ له غزې څخه یو توغول شوي توغندې یوه اسرائیلې ښځه ووژله.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض