1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن به تاریخ کې

۱۳۹۱ تیر ۲۲, پنجشنبه

نن پنجشنبه، د جولایي د میاشتې ۱۲مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۹۴مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۷۲ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15Vvp
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۶۱۶م کال پر همدې ورځ یوه ۱۶ کلن هلک ته د لومړي ځل له پاره وینه ولیږدول شوه.

د ۱۶۹۱م کال پر نن ورځ دویم احمد د ترکیې د سلطان شو.

د ۱۹۴۰م کال پر همدغه ورځ جاپاني الوتکو پر چین باندې برید وکړ.

د ۱۹۶۷م کال پر نن ورځ اسرائیلو اعلان وکړ چې د هغو سیمو له ډلې څخه یوه برخه ئې وساتي چې د مصر،. سوریې او جوردن څخه ئې په شپږ ورځنۍ جگړه کې نیولې وې.

د ۱۹۹۳م کال د جولایي د میاشتې پر ۱۲مه نیټه د ملگرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو په سومالیا کې د فرا ادید پر وړاندې په عملیاتو لاس پورې کړ.

د ۲۰۰۹م کال پر همدې ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت شورا پر شمالي کوریا باندې تحریمونه لا سخت کړل.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم