نن به تاریخ کې
۱۳۹۱ تیر ۲۱, چهارشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۶۱۴م کال پر همدې ورځ سویدنې سرتیرو روسانو ته ماتې ورکړه.
د ۱۹۶۳م کال پر نن ورځ د جنوبي افریقا سرتیرو د افریقا د مرکزي کانگرس پر مرکز باندې برید وکړ.
د ۱۹۶۷م کال پر همدغه ورځ په چین کې کمونست پلوه ډلو په تاوتریخوالي لاس پورې کړ.
د ۱۹۷۸م کال پر نن ورځ په هسپانیې کې د یوه موټر د انفجار له کبله چې په کې نفتي مواد بار ول شاوخوا ۱۸۰ کسان ووژل شول.
د ۱۹۸۷م کال د جولایي د میاشتې پر ۱۱مه نیټه په یوگوسلاویا کې نړۍ ته راغلي یوه ماشوم ته د څمکې د پنځم میلیون وگړي نوم ورکړ.
د ۱۹۹۰م کال پر همدې ورځ په اوکراین کې د کانونو کارکوونکو د پخواني شوروي پر ضد مظاهره وکړه.
د ۲۰۰۰م کال پر نن ورځ په نایجریا کې د گازو د نل د چاودنې له کبله شاوخوا ۲۰۰ تنه ووژل شول.
د ۲۰۰۷م کال پر همدې ورځ پاکستاني پوځ پر لال مسجد باندې خپل برید پای ته ورساوه. په دې برید کې شاوخوا ۱۰۲ کسان ووژل شول.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم