ننگرهار: پر پوستي برید کې پنځه کسان ووژل شول
۱۳۹۰ اسفند ۲۰, شنبهاعلان
د افغانستان په ختيځ کي د يوه وسله وال بريد په پايله کي پنځه کسان وژل سوي دي. د پوليسو په وينا د جمعې په ورځ د ننگرهار په ولايت کې پر يوه پوځي پوسته وسله وال بريد تر سره سو چي درې ساعته ئې دوام وکړ. زياته سوې ده چي په رامنځ ته سوې پېښه کي دوه سرحدي پوليس او درې بريد کوونکي وژل سوي دي.