1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

ننگرهار: د داعش ۱۶ بهرني غړي وژل شوي

۱۳۹۵ بهمن ۲۶, سه‌شنبه

د ننګرهار چارواکي وايي چي د دغه ولایت په کوټ او هسکې مېني ولسوالیو کې د پيل شويو عملیاتو په لړ کي يې د داعش ۱۶ وسله وال وژلي او دوه نور ټپیان کړي دي.

https://p.dw.com/p/2XW9T
Afghanistan Nangarhar Sicherheitskräfte Armee Patrouille
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسئول حضرت حسین مشرقیوال په جلال آباد کې دويچه ويله ته وويل چي د هسکې مېنې ولسوالۍ پر نرۍ اوبو او چهاروازۍ سیمو باندي په هوايي بریدونو کي ۱۱ او د کوټ ولسوالۍ په سه پای سیمه کې په ځمکنیو بریدونو کي د داعش پنځه جنگيالي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

مشرقیوال وايي، وژل شوي او ټپيان داعش وسله وال ټول بهرني وګړي دي.

د امنیې قومندانۍ دغه ویاند وايي، د ګډو ځواکونو له لوري د پیل شویو شاهین ۲۵ عملیاتو په ترڅ کې داعش ډلي ته د یادې مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ د هغوی دوه مهم پټنځایونه هم له منځه وړي دي، نهه شکمن کسان يې نیولي چې اوس تر پوښتنو گروېږنو لاندي دي.

حضرت حسین مشرقیوال وايي چي په هسکه مېنه کې د عملیاتو له پیله تر دې دمه څلور کلي له داعشه پاک شوي او دغه عملیات لا هم دوام لري.

په دغو سيمو کي د مرگ ژوبلي په اړه خبر تر اوسه پوري د خپلواکو سرچينو له خوا تائيد شوی نه دی.

ځايي اوسېدونکي هم له روانو عملیاتو خوشاله دي، خو وايي حکومت دې له داعش څخه د پاکو شویو سیمو د ساتلو له پاره سیمه ایز پولیس او پاڅونوال تقویه کړي.

تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

شاهین ۲۵ عملیات دوې ورځي وړاندې د ننګرهار په هسکه مېنه او کوټ ولسوالیو کې د داعش ډلي د ځپلو په موخه پیل شوي او لا هم ادامه لري. چارواکي وايي دغه عملیات نورو سیمو ته هم غځوي.

زموږ د ارشيف نور مطالب: