ننګرهار کي د بيا رغوني دوه پروژي بشپړي شوي
۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۹, پنجشنبهد دغي نوي پروژي په ترڅ کي 3200 متره د احاطې ديوال، 11 پيره دارخانې، درې دروازې او ځينې نور د اړتيا وړ کارونه په اساسي او پاخه ډول ترسره شوي.
د قراردادي شرکت مشر، انجنير عبدالغني، په دي اړه وويل چي د دغي پروژي په پشپړيدلو سره د ملي اردو ځواکونو ته لازمې اسانتياوې برابرې شوې.
هغه آلمان غږ ته وويل: «دا پروژه مونږ ته د متحده ايالاتو د انجينرۍ د څانګې لخوا راکړل شوي وه چې ټول ټال لګښت يې درې نيم ميلونه ډالره شو. د دغي پروژي کارونه په ډير ښه کيفيت سره پرمخ تللي.»
په جلال آباد کې د ختيځو ولاياتو لپاره د ملي اردو د ګارنيزون د قومندانۍ د عامه اړيکو مسول، جګړن شيرين اقا، پر دې خوښي وښوده چې د امريکا متحده ايلاتو د ملي اردو ځواکونو ته په ننګرهار کې دير رغنيز کارونه سرته رسولي.
نوموړي وايي: «د دغي پروژي د ترسره کيدو سره د ملي اردور ځوکونو ته لازمې اسانيتاوي رامنځ ته شوې ، زه د ملي اردو د ځواکونو په نماينده ګۍ له ټولو هغه ښاغلو چې پدې برخه کې يې همکاري کړي مننه کوم.»
د يادوني وړ ده چي په ننګرهار کي د امريکا متحده ايلاتو په مالي مرسته ډيرې دولتي ودانۍ جوړي شوي دي چې له امله يې د دولتي، ملکي او نظامي مامورينوکارونه ګړندي او له پخوا ښه شوي دي.
په همدي حال کي چي د ننګرهار په بندري ښارګوټې تورخم کې د سوداګرو د مالونو لپاره د يو نيم سل ميلونو افغانيو په لګښت د شپږو ګودامونو څخه يو يې جوړ او ګتې اخيستنې ته وسپارل شو .
دا د ننګرهار په بندري ښارګوټي کې د سوداګريزو چارو د پياوړتيا او د سوداګرو لپاره د لازمو اسانتياو د برابرلو په موخه دريمه د ګودام ودانۍ ده.
د تورخم د بندر مسول، محمد داود سروري، وايي د سوداګرۍ وزارت په پام کې لري چې په افغانستان کې د خصوصي سکتور د پياوړتيا او د سوداګريزو مالونو د تبادلې او ذخيره کولو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
د يادولو ده چې په تورخم سرحدي ښارګوټي کې دې ته ورته درې نورګودامونه هم جوړ شوي دي چې هر ګودام تر شلو ټنو سوداګريزو مالونو د ذخيره کولو ظرفيت لري.
شمه احمدزي/ ننګرهار
کتونکي/ مسعود جهش