ننګرهار: ځوانان د بې روزګارۍ څخه سرټکوي
۱۳۹۰ شهریور ۱, سهشنبهدغه کسان زیاتوي چي هره ورځ جلال آباد ښار ته د کار موندولو په موخه راځی خو دوی ته په اونۍ کی یوازې دوه یا درې ورځې کار موندلی شي.
د جلال آباد په ښار کې د کار موندلو په موخه د سړک پر غاړه ناست یو کس هم د کامې ولسوالۍ اوسیدونکی، نور الله، دی چې وايې هره ورځ د کار موندلو لپاره دغه ښار ته راځې خو کار نه شي موندلی. هغه زیاتوي چې کورنۍ یې له ډیرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان ده.
د ننګرهار د ځوانانو د چارو مشر، نور اغا ځواک، هم د دغي ستونزې پخلی کوي او وایې چې که دولت یې د حل لپاره عملي ګامونه پورته نه کړي نو کیدای شي بې روزګاره ځوانان د دولت د مخالفینو سره یوځای شي.
د دي رياست مرستيال حاجې کمال الدين که څه هم خلکوته د کارموندلو په برخه کې د خپلو هڅو او لاسته راوړنو خبرې کوي هغه وايې چې د دي ستونزي د حل لپاره يې دځينونادولتي موسسوپه مرسته کارکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چی د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وایې جی په دغه ولایت کې یې د بې روزګارۍ د له منځه وړلو په موخه هڅي تر سره کړي.
د دغي ادارې مرستیال وایې چې شاوخوا 4500 کسانو ته يې په دولتي ادارو کې کارموندلی او په وينا يې 2600 نور کسانو ته يې حرفوي زده کړي ورکړي دي.
د چارواکو په حواله پنځه کاله پخوا په افغانستان کې د ترسره شویو سرویګانو لخو 30 سلنه کسان بې روزګاره ول چې دغه شمیر ته د هرې ورځې په تیریدو سره نور کسان هم اضافه کیږی.
د کارپوهان په حواله په هیواد کې د بې روزګارو کسانو د شمیر د زیاتیدو لامل هر کال د پوهنتون څخه د ډیری کسانو فارغیدل او د ګاونډیو هیوادوو څخه د مسافر ستنیدل دي.
دویچه ویله/ شمع احمدزی
کتونکی: مسعود جهش