1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظر پوښتنه: ډيری افغانان وايي، هيواد ئې پر غلطه لار روان دئ

۱۳۹۰ آبان ۲۴, سه‌شنبه

د يو امرکايي سازمان نظر پوښتنه ښيي، چي ۳۵ فيصده افغانان په دې نظر دي، چي هيواد ئې پر غلطه لار روان دئ. دغه نظر پوښتنه تيره ورځ په امريکا کي خپره سوې ده.

https://p.dw.com/p/13AdK
«د هغو کسانو سلنه چي وايي، افغانستان پر سم لوري روان دئ د تيرکال په پرتله يو فيصد راټيټه شوې ده»
«د هغو کسانو سلنه چي وايي، افغانستان پر سم لوري روان دئ د تيرکال په پرتله يو فيصد راټيټه شوې ده»انځور: Basir Seerat

د اسيا بنياد «Asia Foundation» چي دغه نظر پوښتنه ئې تر سره کړې ليکي، چي په افغانستان کي ناامني د دې سبب شوې چي ‌ډير شمېر افغانان په دې نظر دي، چي هيواد ئې پر غلط لوري روان دي.

د اسيا بنياد په دې نظر پوښتنه کي، چي د روان کال په جولاي او اوګست مياشتو کي تر سره سوې ده، د افغانستان په گوټ گوټ کي د شاو خوا ۶۰۰۰کسان پوښتل سوي.

په داسي حال کي چي د هغو کسانو سلنه چي باور لري افغانستان پر غلطه لار روان دئ د تير کال په پرتله اته سلنه لوړ شوی، خو اوس هم په افغانستان کي ۴۶فيصده وگړي باور لري چي افغانستان پر سم لوري روان دئ.

په راپور کي راغلي، د پوښتل سويو کسانو ۵۶ سلنه په خپل هيواد کي د امنيت په اړه اندېښمن دي.

د هغو کسانو سلنه چي وايي، افغانستان پر سم لوري روان دئ د تيرکال په پرتله يو فيصد راټيټه شوې ده.

هغو کسانو چي په نظر پوښتنه کي ئې د افغانستان د راتلونکي په اړه هيله څرګنده کړې په هيواد کي ئې بيا رغاونه، امنيت، ښوونه او روزنه د خپل اميدوارۍ د دلايلو په توګه ياد کړي دي.

په نظر پوښتنه کي همدا راز د تير کال په پرتله له طالبانو سره همدردي هم کمه سوې ده. په داسي حال کي چي په ۲۰۱۰کال کي ۴۰سلنه کسانو د طالبانو سره همدردي درلوده اوس يوازي ۲۹سلنه ته را ټيټه سوې ده.

د اسيا د بنياد مشر، ديويد ارنولد، وايي، چي اوس بايد نړيواله ټولنه او افغان حکومت د دغي نظر پوښتني له پايلو څخه په خپلو راتلونکو فعاليتونو کي کار واخلي.

په نظر پوښتنه کي د شاملو کسانو څخه د افغانستان د تر ټولو لويي ستونزي په اړه هم پوښتل سوي دي. ۲۵سلنه کسانو ويلي دي، چي د افغانستان تر ټولو لويه ستونزه د سواد ټيټوالی دئ.

د نظر پوښتني نورو ګډون والو بيا د حقوقو نه شتون، تاوتريخوالی، روغتيايي ستونزي، جبري ودونه او نور ورته مسايل د افغانستان د لويو ستونزو په توګه ياد کړي دي.

اژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل