نظر پوښتنه: آلمانیان د پناه غوښتونکو د شمیر محدودیدل غواړي
۱۳۹۶ مهر ۱۴, جمعهپه نظر پوښتنه کې يوازې ۲۸ سلنه کسان له دغه نظرې سره مخالفت کړې دې.
آلمان ته د راتلونکو مهاجرو له پاره د وروستي حد ټاکلو په هکله له څوو مياشتو راهيسې توده بحثونه روان دي. دغه موضوع به د دوه متحدو ديموکرات مسیحي (CDU) او د بايرن سوسیال مسيحی (CSU) ګوندونو تر منځ په خبرو کې مرکزی موضوع وي. هغوي غواړي د آزاد ديموکرات او زرغون ګوند سره د ايتلافي حکومت جوړولو پر سر مقدماتي خبرو اترو ته چمتوالی ونیسي.
د بايرن سوسیال مسيحی ګوند وايې چې آلمان ته د راتلونکو ګډوالو شمیر دې په کال کې ۲۰۰ زره ته محدود شي.
له سوسيال مسيحې ګوند څخه د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل دغه غوښتنه په غوڅ ډول ردوي. دوه ګوندونه زرغون او آزاد ديموکرات هم له دې سره مخالف دي.
د يوګاو بنسټ د نظر پوښتنې له مخې د پوښتل شویو کسانو له ډلې څخه چې دغو دوو متحدو ګوندونو ته یې رایې ورکړي دي ۵۵ سلنه یې له دې سره موافق دي چې آلمان ته د رسیدونکو کډوالو له پاره دې یو سرحد وټاکل شي او ۳۶ سلنه يې له دې سره مخالف دی.
تر ټولو ډیر بیا د آلمان له پاره بدیل ګوند پلویان، د دې نظر پلوي دي چې آلمان ته دې د راتلونکو کډوالو پر شمیر باندې محدودیت وضع شي.
د آلمان د سوسیال ديموکرات (SPD ( ګوند ۵۴ سلنه پلويان بیا د دغه وروستې حد ټاکلو سره موافق دي. له زرغون ګوند څخه ۶۰ سلنه دغه وروستې حد ردوي او يوازي ۲۶ سلنه له هغوی سره د نظر يووالې لري. د يوګاو د بنسټ په دغې معتبرې نظر پوښتنه کې د سپتمبر مياشتې له ۲۹مې نیټې څخه بیا د اکتوبر مياشتې تر ۲مې نيټې پورې له دوه زره کسانو څخه پوښتنې شوي.