1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان سوسیال دیموکرات ګوند ملاتړ ۲۰ سلنې ته راټیټ شوی

۱۳۹۶ شهریور ۲۴, جمعه

ژمن انتخاباتي کمپاین د سوسیال دیموکرات ګوند په اړه کوم توپیر نه دی رامنځ ته کړی. یوه نوې نظر پوښتنه کې د دغه ګوند ملاتړ نور هم کم شوی دی. اې اف دي او اف دي پي، ملاتړ یو څه ډیر شوی او د زرغون ګوند بیا کم شوی دی.

https://p.dw.com/p/2k2ie
Deutschland | SPD nur noch bei 20% - enttäuschter Martin Schulz
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د سپتمبر میاشتې په ۲۴ نیټه په آلمان کې پارلماني ټاکنې تر سره کیږي او داسي بریښي چې مسیحي دیموکرات (سي دي یو) او مسیحي سوسیال (سي اس یو) ګوندونه به د دغو ټاکنو احتمالي کټونکي شي. د اې آر دي په یوه نظر پوښتنه کې مسیحي دیموکرات/مسیحي سوسیال اتحاد (سي دي یو/سي اس یو) د ۳۷ سلنه پواینټونو سره څرګند پیاوړی ځواک دی. برعکس سوسیال ګوند (اس پي دي) بیا لا تر اوسه پر دې نه دی توانیدلی چې د انتخاباتي مبارزې په وروستیو کې له دغه اتحاد څخه مخکي شي. سوسیال دیموکرات ګوند آن له ۲۱ سلنې څخه ۲۰ سلنې ته راټیټ شوی دی.

دا له جنورۍ میاشتې راهیسې د سوسیال دیموکرات ګوند تر ټولو ټیټه ارزونه ښيي او همداشان د ۲۰۰۹م کال د پارلماني ټاکنو په پرتله یې د رای ورکوونکو د ملاتړ سلنه راکمه شوې ده. هغه مهال دغه سلنه ۲۳ ته راټيټه شوې وه چې د سوسیال دیموکرات ګوند په تاریخ کې تر ټولو ټیټه سلنه انګیرل کیده.

د نظر پوښتنې له مخې اوسمهال مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال له سوسیال دیموکرات څخه ۱۷ مخکې دي. که چیرې په پام کې وای چې رای ورکوونکي په مستقیمه توګه د آلمان د اوسنۍ صدراعظمې انګلا مېرکل او د سوسیال دیموکرات کاندید مارتین شولڅ تر منځ یو کس وټاکي، د رای ورکوونکو مستحقو هرو دوو کسو څخه یوه کس (۵۱ سنله) به میرکل ټاکلی وای. په دغه نظر پوښتنه کې ۲۵ سلنه کسان حاضر وو چې مارتین شولڅ په مستقیمه توګه وټاکي. دا چې د آلمان پارلماني ټاکنو ته له دوې اونیو څخه کم وخت پاتې دي، یوازې ۵۷ سلنه رای ورکوونکي پر دې پوهیږي چې خپله رای کوم ګوند ته ورکړي.

د آلمان له پاره بدیل نومې ګوند دریم ځای لري

د اې آر دي، تلویزوني شبکې په غوښتنه په ترسره شوې نوې نظر پوښتنه کې د آلمان له پاره بدیل نومي ګوند (اې اف دي) دریم ځای لري او ملاتړ یې ۱۲ سلنې ته رسیدلی دی. په دې ډول د اې اف دي ملاتړ د تیرې میاشتې په پرتله زیات شوی دی او ښایي د لومړي ځل له پاره د سپتمبر د ۲۴ نیټې د ټاکنو وروسته د آلمان پارلمان ته چې ورته بوندستاګ وایي، لار ومومي.

د «انفرا تیست دي مپ» د کارپوهانو له لوري په تر سره شوې نظر پوښتنه کې له زرو کسانو څخه پوښتل شوو ۲۱ سلنه یې د آلمان له پاره بدیل نومې ګوند څخه ملاتړ کړی دی. دغه نظر پوښتنه د سپتمبر میاشتې په ۱۳ او ۱۴مه نېټه د تلیفوني اړیکو له لارې تر سره شوې ده.

په ټوله کې د کوچنیو ګوندونو رای یو بل ته ډیرې نزدي دي. د آلمان د لیبرال دیموکرات ګوند (اف دي پي) ملاتړ یو څه ډیر شوی او ۹،۵ سلنې ته رسیدلی دي. داسي بریښي چې دغه ګوند به د دغه نظر پوښتنې له مخې پارلمان ته لار ومومي. دغه ګوند په وروستیو ټاکنو کې پر دې نه وو توانیدلی چې پارلمان ته لار ومومي. کیڼ اړخی ګوند ۹ سلنه او زرغون ګوند ۷ سلنه رای ښايي تر لاسه کړي او د تیرې میاشتې په پرتله یې ملاتړ یو څه راکم شوی دی. نور ټول ګوندونه په ټوله کې ښایي ۵ سلنه رای په لاس راوړي.

د ائتلاف جوړولو لومړیتوب

که چیرې د مسیحي دیموکرات/مسیحي سوسیال اتحاد پلویانو د یوه حکومتي شریک د انتخابولو حق درلودای نو پنځوس سلنه یې اف دي پي، سره د دغه اتحاد په پلویتوب رای ورکوله.

خو که چیرې د دغه نظر پوښتنې رسمي پایله، د آلمان د پارلماني ټاکنو پایله وای، نو مسیحي دیموکرات/مسیحي سوسیال اتحاد او د آلمان د لیبرال ګوند (اف دي پي) به په پارلمان کې اکثریت نه وای تر لاسه کړی. د نظر پوښتنې له مخې د مسیحي دیموکرات/مسیحي سوسیال اتحاد او سوسیال دیموکرات تر منځ له ستر ائتلاف پرته بل ائتلاف نه شي رامنځ ته کیدای. د دغو شرایطو له مخې د مسیحي دیموکرات/مسیحي سوسیال اتحاد د پلویانو تر منځ د یوه ائتلاف د رامنځ ته کولو له پاره کوم مشخص لومړیتوب نه شته: دا په دې معنی چې ۴۵ سلنه یې له سوسیال دیموکراتانو سره ائتلاف ته د دوام ورکولو په حق کې دي او ۴۶ سلنه یې د درې ګوندي یعنې له زرغون او لیبرال دیموکرات ګوندونو سره د ائتلاف جوړولو پلوي کوي.

صدراعظمۍ ته د سوسیال دیموکراتانو کاندید مارتین شولڅ په انتخاباتي مبارزه کې پر دې خبره ټینګار کوي چې نه غواړي د یوه ستر ائتلاف په چار چوکاټ کې حکومت وکړي او یا لږ تر لږه نه غواړي په دغسې یوه ائتلاف کې برخه ولري.

په دغه نظر پوښتنه کې د سوسیال دیموکرات ګوند له پلویانو څخه له نورو ګوندونو سره د ائتلاف د غوره کولو په برخه کې هم پوښتنه شوې ده. ۵۰ سلنه یې په دې نظر دي چې دې ته ترجیح ورکوي چې سوسیال دیموکرات ګوند له مسیحي دیموکرات/مسیحي سوسیال اتحاد سره حکومت جوړ کړي. ۴۶ سلنه یې بیا دې ته لومړیتوب ورکوي چې سوسیال دیموکرات ګوند د اپوزیسیون نقش ولوبوي.

د لیبرال دیموکرات ګوند (اف دي پي) زیاتره پلویان له مسیحي دیموکرات/مسیحي سوسیال اتحاد سره د ائتلاف جوړولو په حق کې دي. د زرغون ګوند دوه پر دریمه برخه پلویان وایي چې له مسیحي دیموکرات/مسیحي سوسیال اتحاد سره، ائتلاف جوړول تر دې غوره دي چې نور څلور کاله په اپوزیسیون کې اوسي.

نینا ویرکهویزر

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.08.2017):