1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظر پوښتنه: اسلام په آلمان پوري اړه نه لري

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۴, جمعه

د یوې نظر پوښتنې پر بنسټ ۶۰ سلنه آلمانان په دې اند دي چې اسلام په آلمان پوري اړه نه لري. په داسې حال کې چې د پوښتل شوو کسانو ۳۴ سلنه بيا فکر کوي چې اسلام د آلماني ټولنې یوه برخه ده.

https://p.dw.com/p/1ImPt
Deutschland Muslime Freitagsgebet Moschee Berlin
انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz

د پنجشنبې په ورځ د dimap یا په آلمان کې د انتخاباتي او سیاسي تحقیقاتو وړاندي کوونکي ټولني د هغي نظر پوښتنې پایلې خپرې کړي دي چې د WDR رسنۍ له پاره یې ترسره کړې وه.

کله چې په ۲۰۱۰م کال کې د المان د هغه وخت ولسمشر کریستیان ولف په خپله یوه وینا کې وویل چې اسلام په آلمان پوري اړه لري، په هغه وخت کې په واضع ډول ډیرو آلمانانو د هغه له دې خبرې سره توافق ښودلی وو. په هغه وخت کې د ترسره شوو نظرپوښتنو له مخې د پوښتل شوو آلمانانو ۴۹ سلنو یې د ولف خبره تائيده کړې وه، په داسې حال کې چې ۴۷ سلنه نورو بیا له دې نظر سره خپل مخالفت څرگند کړی وو.

په اوس وخت کې د FDP یا د آلمان آزاد دیموکرات گوند او AfD یا د آلمان له پاره بدیل گوند د غړو تر منځ د اسلام پر ضد شک او تردید زیات شوی دی. د FDP  له گوند څخه د پوښتل شوو کسانو شاوخوا ۷۶ سلنو یې ویلي دي چې اسلام په آلمان پورې اړه نه لري. خو په AfD گوند کې دغه تناسب بیا ۹۴ سلني ته رسیږي.

همدارنگه په لوړ عمر درلودونکو کې د اسلام په هکله اندیښنې مخ پر ډیریدو دي. تر ۶۴ کلنې د لوړ عمر درلودونکو آلمانانو ۷۱ سلنه یې په دې نظر دي چې اسلام په آلمان پوري اړه نه لري.

یو لوی اکثریت یعنې ۵۸ سلنه په دې فکر کې دي چې د آلمان مسیحي دیموکرات اتحاد، مسیحي سوسیال اتحاد، د آلمان سوسیال دیموکرات، زرغون او کیڼ اړخي او د آلمان آزاد دیموکرات گوندونه دې مسالې ته په کافي اندازه توجه نه کوي او د افراطي اسلام گواښ جدي نه نیسي. ۳۸ سلنه د پوښتل شوو کسان له یاد گوندونو سره هم نظره دي.

د دې نظر پوښتني پر بنسټ د پوښتل شوو کسانو هر دویم کس یا (۵۲سلنه) آلمانان اندیښنه لري چې د مهاجرت د بهیر له کبله به په آلمان کې د اسلام نفوذ ډیر شي، یا په بل عبارت په آلمان کې به اسلام قوي شي. ۴۷ سلنه آلمانان بیا دغه اندیښنه نه لري.

په آلمان کې د افراطيانو له خوا د یوه ترهگریز برید د ترسره کیدو ویره نسبتاً لویه ده. د دغې نظر پوښتني له مخې د پوښتل شوو کسانو ۷۲ سلنه په آلمان کې د یوه ترهگریز برید ترسره کیدو ویره لري. دا تر اوسه پورې د Infratest dimap له خوا د ترسره شوو نظر پوښتنو څخه تر ټولو ارزښت لرونکي گڼل کیږي.

۲۵ سلنه آلمانان په دغه هیواد کې د ترهگریز برید له ترسره کیدو ویره نه لري.Infratest dimap ټولني د دغې نظر پوښتنې په ترڅ کې د می میاشتې پر دویمه او دریمه نیټه شاوخوا ۱۰۰۰ آلمانان پوښتلي دي.