نظرپوښتنه: اکثريت آلمانان د بورقع او نقاب منع کېدل غواړي
۱۳۹۵ شهریور ۵, جمعهډېري لويان په آلمان کې د بورقع يا نقاب له اغوستلو سره مخالفت لري. د «انفراتست ډي مپ» موسسې له خوا د تر سره شوې نظرپوښتنې له مخې ۸۱ سلنه پوښتول شوي کسان يې په عامه ځايونو کې د بورقع او نقاب د منع کېدلو پلويان دي.
په دې نظرپوښتنه کې څه باندي نيمه برخه پوښتل شوو لا تند ليدلوری خپل کړی دی. ۵۱ سلنه يې پر بورقع د بشپړ بنديز پلويتوب کړی دی.
د «انفراتست ډي مپ» موسسې د آلمان د «ای آر دي» تلويزيوني چېنل له پاره د دې اوونۍ په سه شنبې او چهارشنبې ورځو دغه نظرپوښتنه تر سره کړې ده چې پکې۱۰۰۸ تنه بالغ آلمانان پوښتل شوي دي.
د دغې نظرپوښتنې له مخې څه باندې دېرش سلنه پوښتل شوو کسانو د دولتي کارکوونکو او هم په ښوونځيو کې پر بورقع او نقاب د قسمي ممنوعيت پلوي کړې ده. د نظرپوښتني يوازې ۱۵ سلنه ګډونوالو پر بورقع له هر ډول ممنويعت سره مخالفت کړی دی.
محافظه کاران پر بورقع د بنديز پلويان دي
د آلمان سياستوالو په دې وروستيو کې پر بورقع د ممنوعيت پر سر بحثونه کړي دي. د ضدراعظمې انګلا مېرکل د مسيحي ديموکرات ګوند (سي ډي يو) سياستوال غواړي چې پر بورقع او نقاب باندي په عمومي ځايونو، لکه ښوونځي، پوهنتون، عامه ادارو، د محکمې په تالار او د موټر چلولو پر مهال بنديز ولګوي. هغوی همداراز پر بورقع او نقاب د بشپړ بنديز په اړه خبري سره وکړې، خو دغه نظر د آلمان د کورنيو چارو د وزير توماس دېميزير، له خوا رد شوی دی.
په نظرپوښتنه ګډونوالو سربېره پر دې پر دې باندې هم نظرونه ورکړي دي چې د سياستوالو لومړيتوبونه بايد څه وي. ۲۵ سلنه ويلي دي چې تر ټولو مهمې موضوعګانې داخلي امنيت او د تروريزم پر ضد مبارزه ده. يوازي ۱۲ سلني د مهاجرو ټولنيز ادغام هم لومړيتوب ګڼلی دی.
مهاجرتونه