نشه یان ملک ته په لوی ګواښ بدلیدای شي
۱۳۹۰ شهریور ۱۲, شنبهدغه کسان ځکه لویو ښارونو ته مخه کوي چې په دغو سیمو کې خو یو دوي ته د ګرز را ګرز چاپریال برابر دی او بل لامل یې دا دی چې هغوي کولای سي په ډيري اسانۍ سره نشه یې توکي تر لاسه کړي.
افغانستان چې اوس د نړۍ د نشه يي توكو 90 سلنه توليدوي، له امله يې په كور كې هم د نشه يي توكو بيې ټيټې دي او دا سبب دى، چې په افغانانو كې هم نشه يان ډېريږي.
اوس د نشه یانو د شمیر د زیاتیدو په اړه د کور دننه سختې اندیښنې را ولاړي سوي دي او حکومت او خلک دواړه دغه مخ پر زیاتیدو د نشه یانو شمیر افغانستان ته په راتلونکي کې یو ستر ګواښ بولي.
که له یوه لوري نشه یان د ملک اقتصاد ته تاوان اړوي له بل لوري په صحي برخه کې هم افغانستان ته سخت ګزار ورکوي.
په افغانستان کې د صحې اسانتیاوو د نه شتون له امله، د معتادینو د بې احتیاطۍ له کبله ډیر ځلی ساری ناروغۍ له یو کس خڅه بل ته انتقالیږي.
د نشه يي توكو او جرمونو په برخه كې د ملګرو ملتونو ادارې د خپل تېر كال رپوټ كې ويلي چې په افغانستان كې 900000 نشه يان شته او دا شمېره له وړم كال پورته شوې وه. په دغه حساب د افغانستان په 14 مليونه ځوانو وګړو كې اوه سلنه یې نشه يان دي. د احصاییو له مخې په افغان امنیتې ځواکونو کې هم د نشه یانو شمیر لوړ دی.
د نيويارك ټايمز د یوه رپوټ له مخې په نوره نړۍ كې د اېچ اى وي یا ایدز ناروغۍ د جنسي اړيكو له لاری له یو کس څخه بل ته لېږدول كيږي، خو په افغانستان كې دغه ناروغۍ ډیر ځلي د مخدره توکو د استعمال پر وخت د پیچکارۍ له لاری له یو کس څخه بل ته انتقالیږي.
د كابل په پل سوخته كې چې له دوو سوو تر دريو سوو پورې نشه يان اوسي تر پل لاندې هر سهار له 160 تر 170 پورې پیچکارۍ پراتي وي او دوى د ستنې لګولو لپاره ترې استفاده كوي.
حکومت څو څو ځله هڅه وکړه چې دغه پوډریان د پل سوخته له لاندي نه را ټول او یوه بل ځای ته چې ټولنه ترینه خوندي وي ولیږدوي خو داسي ښکاري چې پر هغوي یې لاس ندی بر سوی.
دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش