1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نريندر مودي څوک دی؟

احمد ولي اڅکزی/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۷, شنبه

نريندر مودي او د هغه ګوند بي جې پي د هند د پارلماني ټاکنو ښکاره ګټونکی دی. مودي، چي ورته د يوه نوښتګر په کتل کيږي، غواړي چي په هند کي يو نوی پېر پيل کړي. خو د هغه شاليد شخړيز دی.

https://p.dw.com/p/1C1fn
انځور: Reuters

د هند په لوېديځ ايالت گجرات کي د هندو مذهبو په اورګاډي کي د تر اوسه نامعلومو وجوهاتو له کبله اور ولګېد. د ۲۰۰۲م کال د فبرورۍ مياشتي د ۲۷مي نېټي په دغه پيښه کي ۵۸ هندو زيارت کوونکي ووژل سول. کله چي داسي اوازې خپري سوې چي دغه اور د مسلمانانو له خوا لګول سوی دی، نو د هند د نوي تاريخ تر ټولو ناقراره او خونړۍ پيښي رامنځ ته سوې.

د رسمي پايلو له مخي د اخ و ډب په دغو پيښو کي ۲۵۴ هندوان او ۷۹۰ مسلمانان ووژل سول او په زرونو نور ژوبل سول. د مسلمانانو پر ضد د تاوتريخوالي دغو پيښو د نريندر مودي شهرت ته تلپاته زيان ورسوی. هغه وخت دی د گجرات ايالت لومړی وزير وو.

پر هغه تور لگول کيږي چي د دغه تاوتريخوالي د درولو له پاره يې اړين اقدامات نه وکړل چي له کبله يې دومره مرگ ژوبله رامنځ ته شوه.

«هندو ملتپال»

مودي د هند د يوې منځنۍ طبقې په يوه کورنۍ کي را لوی سوی او د گجرات په پوهنتون کي يې د سياسي علومو په برخه کي تحصيل کړی دی. تر دې دمخه چي مودي د ښی اړخي محافظه پال هندو ملتپال گوند بي جې پي (بهارتيا جنتا پارټي) غړيتوب په اتيايمه لسيزه کي تر لاسه کړي، هغه تر څلورو کلونو پوري د داسي بنسټپالي سياسي ډلي غړی وو، چي غوښتل يې په ټول هند کي هندو مذهب خپور کړي.

مودي په ۲۰۰۱مېلادي کال کي د هند د گجرات ايالت لومړی وزير سو. دا تر هغه يوازي څو مشاتي دمخه چي په دغه ايالت کي د هندوانو او مسلمانانو تر منځ خونړی تاوتريخوالی رامنځ ته سو.

د هند راتلونکی صدراعظم نريندر مودي
د هند راتلونکی صدراعظم نريندر موديانځور: Reuters

د بشري حقونو مدافع فعالان او ټولني له هغه راهيسي د مودي پر ايالتي حکومت تور لگاوه، چي نه يوازي دا چي د اقليتونو په ساتنه کي پاته راغلی وو، بلکي په نه حرکت کولو سره يې د دغو پيښو د لا لانجمنېدو له پاره لاره هواره کړه.

د مودي سياسي مخالفان او غير حکومتي سازمانونه هڅه کوي چي د گجرات پيښي په تناظر کي مودي د يو «مسلمان ضد» کس او «هندو ملتپال» په توګه ياد او په دې توګه هغه يو شخړيز سياستوال معرفي کړي.

خو مودي او د هغه ملاتړ کوونکي ټول دغه تورونه ردوي. د مودي ملاتړي وايي چي د هغه د بدنامولو هڅي کيږي او پر هغه ناحقه تورونه لګول سوي دي.

د نړيوالي سولي له پاره د امريکايي بنسټ کارنېګي د سويلي آسيا کارپوه ميلان وايشناف، وايي چي د گجرات د پيښو په تړاو د هند د ستري محکمې کمېسيون څېړني وکړې. د څېړنو په پايله کي مودي ته برأت ورکول سو چي هغه په دغو پيښو کي هيڅ ګناه نه درلوده، خو بيا هم د هغه منتقيدين تر نن پوري پر هغه دغه تور لګوي.

اقتصادي برياوي

د مودي د حکومتدارۍ طرز هم شخړه ييز دی او د تيرو لسو کلونو په جريان کي يې څو واري سخت غبرګونونه راپارولي دي. د هغه منتقيدين وايي چي مودي استبدادي دی. خو د نوموړي پلويان بيا وايي چي هغه د ټينگ تصميم نيولو پياوړتيا لري او د هغه اقتصادي لاس ته راوړني د ستايني وړ بولي.

مودي په رشتيا هم چي د گجرات د ايالتي لومړي وزير په توګه يو شمېر اقتصادي لاسته راوړني درلودلي دي. د هغه د لومړي وزير پر مهال گجرات ايالت د هند د هغو ايالتونو په کتار کي راغلی دی، چي په اقتصادي توگه مخ پر لوړه په حرکت کي دی. دغه ايالت ځيني وختونو حتی تر لسو فيصدو زياته اقتصادي وده لرله.