نجونې زده کړو ته پریښودل
۱۳۹۰ فروردین ۲, سهشنبهاعلان
زده کړه انسان دې ته یې اماده کوی چې خپلو خلکو خدمت وکړی.
دا چې ولی افغانان د ژوند په هر ډګر کې پاتی راغلی او له نړیوالو سره سیالی نه شی کولای، تر ټولو ستر لامل یې زمونږ د خلکو بې سوادی ده . په داسی حال کې چې نړی د علم په برکت له سپوږمۍ سره خبری کوی زمونږ یو شمیر ناخبره هیوادوال اوس هم خپل اولادونه د زده کړی له نعمته بې برخی کوی او نه پریږدی چې دوی خپلی زده کړی برمخ یوسی .
دا ځل مو په خپرونه کې همداسی یوې موضوع ته ځای ورکړی.
ګل محد ولی خپله لور سپوږمۍ زده کړو ته نه پریږدی سپوږمې که څه هم له زده کړو سره بې کچی مینه لری خو پلار او ورور یې ورته دا اجازه نه ورکوی چې زده کړی وکړی. راځی چې واور سبوږمۍ څنګه خبل پلار دې ته اماده کوی چې ده ته دا اجازه ورکړی ترڅو تعلیم حاصل کړی.