1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نتنېاهو په ټاکنو تر نورو مخکی دی

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ اسفند ۲۷, چهارشنبه

د لومړنیو پایلو له مخې د اسرائیل په پارلماني ټاکنو کې د بنیامین نتنېاهو د «لیکود» گوند تر نورو مخکې دی. د مخکینو نظر پوښتنو له مخې منځنی کیڼ اړخی اتحاد وړاندې وو.

https://p.dw.com/p/1EsRF
انځور: Reuters

د اسرائیلي حکومت مشر بنیامین نتنېاهو، د رایو ورکولو د مرکزونو تر بندیدو وروسته د «ټویټر» له لارې د «یوې لوی بریا» اعلان وکړ.

د لومړنیو پایلو او د رایې ورکونې مرکزونو پر وړاندې د تلویزوني شبکو له خوا تر سره شوې نظر پوښتنې ښيي چې د بېنیامین نتنېاهو د «لیکود» گوند او د اپوزیسیون د مشر اسحاق هیرڅوگ او د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیري «صیهونستي اتحاد» تر منځ اوږه په اوږه سیالي روانه ده. ویل شوي دي چې دغو دواړو اړخونو د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو څخه هر یو ۲۷ څوکۍ تر لاسه کړي دي. د چېنل ۲ په نوم یوه شخصي تلویزون بیا ویلي دي چې د نتنېاهو لیکود گوند له منځني کیڼ اړخي اتحاد څخه یوه څوکۍ ډیره گټلې ده.

د نویو رپوټونو له مخې د ټولو رایو مرکزونو ۹۵ سلنه رایې شمیرل شوي دي او لومړي نتایج څرگندوي چې د نتنېاهو خوشبیني پر ځاي وه. د لیکود محافظه پاله گوند ۲۹ څوکۍ تر لاسه کړي دي او منځني کیڼ اړخي صیهونستي اتحاد بیا ۲۴ څوکۍ گټلې دي. اټکل کیږي چې وروستۍ پایلې به د چهارشنبې ورځې په اوږدو کې اعلان شي.

د یوه ائتلافي حکومت په جوړیدو کې د موشي کاخلون نوی تأسیس شوی گوند «کولانو» په یوه پریکړنده فکتور باندې بدل شوی دی. تر اوسه دغه گوند د پارلمان لس څوکۍ گټلي دي. د مخابراتو دغه پخواني وزیر لا ترمخه ویلي وو چې غواړي د نتنېاهو او همداشان د هیرڅوگ له گوندي اتحاد سره خبرې اترې وکړي.

عربي اپوزیسیون

د لومړنیو پایلو له مخې د عربي گوندونو اتحاد په پارلمان کې چې «کنست» ورته وایي د دریم لوی قوت په توگه راڅرگند شوی دی. دغه اتحاد د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو څخه په احتمالي توگه ۱۴ څوکۍ گټلې دي. که چیرې په رښتیا یو لوی ائتلاف رامنځ ته شي نو دغه اتحاد به یو پیاوړی اپوزیسیون وي، چې دا به د اسرائیل په سیاست کې یوه نوې خبره وي.

په ټاکنو کې د گډون کوونکو شمیر ۷۱،۸ سلنه ښوول شوی دی چې دا د ۱۹۹۹م کال وروسته په ټاکنو کې د خلکو زیات گډون دی. په ټوله کې پر شپږ میلیونه رایې ورکوونکو باندې د خپلو رایو د کارولو غږ شوی وو.

په اسرائیل کې تر ټاکل شوي وخت مخکې پارلماني ټاکنې وشوې. دغه پریکړه تر هغه وروسته وشوه چې د نتنېاهو منځنی ښي اړخی ائتلاف تیر کال تر دوه کلنۍ واکمنۍ وروسته منحل شو. نوی پارلمان باید د مارچ میاشتې په ۳۱مه نېټه لوړه وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب