1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نتانیاهو غواړي له آلمان څخه اوبتلونه رانيسي

۱۳۹۵ آذر ۲, سه‌شنبه

د آلماني اوبتلونو درلودل د اسرائیلي ځواکونو له پاره ویاړ ګڼل کیږي. په همدې منځ کې له آلمان څخه د دریو اوبتلونو پیرل د اسرائیلو د لومړي وزیر له پاره سر درد جوړ شوی.

https://p.dw.com/p/2T1Lu
Deutschland Israel U-Boot Lieferung
انځور: Getty Images/AFP/Pool/A. Cohen

د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو، چې د پنځو اوبتلونو پر درلودلو سربیره، له آلمان څخه د نورو اوبتلونو پيرلو اراده لري وایې چې د اسرائیلو د امنیت ساتنه یوازنۍ انګیزه ده چې هغه دې پریکړې ته اړ کړی دی.

نتانیاهو په اوبتلونو سره د اسرائیلو سمندري ځواک تجهیزول د دغه هیواد د امنیت له پاره یو قاطع ضرورت بولي او وایې: «هغه څه چې په راتلونو لسیزو کې د اسرائیلو موجودیت او راتلونکي تضمینولای شي، د ستراتیژیکو وسلو سیستمونه دي.»

د دفاع پخواني وزیر د څېړنو ملاتړ کړی

د اسرائيلو لومړی وزیر په دې وروستیو کې له آلمان سره د څو میلیاردي معاملې پریکړې له امله تر فشار لاندي دی. د اپوزیسیون سیاستوالو په دې اړه د یوه څیړنیز کمیسیون د جوړیدو غوښتنه کړې.

پر نتانیاهو تور لګول کیږي چې د اسرائیلو د دفاع وزارت پر مخالفت سربیره یې دغه لويه معامله کړې. ویل کیږي چې د نتانیاهو حقوقي سلاکار داوید شیمرون، د یوه داسې اسرائیلي سوداګر وکالت به پر غاړه واخلي چې غوښتل یې د دغو اوبتلونو د جوړوني له لارې ډیرې پيسې ترلاسه کړي. د اسرائیلو د ملي امنیت شورا، د نتانیاهو دفتر او شیمرون دغه ادعاوې رد کړي دي.

په همدې منځ کې د اسرائیلو د دفاع وزیر موشه یعلون، په خپل فیسبوک پاڼه کې تائیده کړې «زه د لا زیاتو اوبتلونو د خریدارۍ ډیر سخت مخالف وم.»

یعلون وایې چې پر لا زیاتو اوبتلونو د اسرائیلو د سمندري ځواکونو تجهیزولو ته اړتیا نه وه. هغه په دې هکله د څیړونو غوښتنه کړي. یعلون په می میاشت کې له نتانیاهو سره تر جنجال کولو وروسته استعفاء ورکړې وه.

د تسلیمیدو پر پروسې نیوکې

د اسرائیلو سمندري پوځ په پنځو آلماني اوبتلونو سمبال دی. ټاکل شوی چې یو بل اوبتل به په راتلونکي کال کې ورته وسپارل شي.

د آلمان د اقتصاد وزارت د دغه «دلفین» ډوله هر اوبتل بیه د ۶۰۰ میلیونو په شاوخوا کې اعلان کړې ده. د آلمان په کیل ښار کې د «توسن ګروپ سمندري سیستم» په نوم شرکت د دغو اوبتلونو د جوړولو چارې پر مخ وړي.

کارپوهان وایې چې دغه اوبتلونه په اتومې وسلو د سمبالیدو بالقوه توان لري، نو په همدې دلیل د هغه لیږد تر بحث لاندی نیول شوی. اسرائیل د نړۍ د اتومي قدرتونو په کتار کې حسابیږي.

اوبتلونه د ایران په مقابل کې د اسرائیلو له خوا د پوځي ګواښونو د پاليسۍ یوه مهمه برخه ګڼل کیږي، هغه دښمن هیواد چې د اسرائیلو اول سیال بلل کیږي.